اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
ترکیش ایرلاینز اعلان وکړ چې د بوینګ شرکت سره د الوتکو د پیرود په اړه خبرې اترې بشپړې شوي دي.
ترکیش ایرلاینز د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ۷۵ بوینګ B787 ډوله الوتکو فرمایش به ورکړي او د ۱۵۰ ۷۳۷-۸/۱۰ ماکس ډوله الوتکو د پېرودلو په اړه یې خبرې اترې بشپړې کړې دي.
ترکیش ایرلاینز اعلان وکړ چې د بوینګ شرکت سره د الوتکو د پیرود په اړه خبرې اترې بشپړې شوي دي.
ترکیش ایرلاینز اعلان وکړ چې د بوینګ شرکت سره د الوتکو د پیرود په اړه خبرې اترې بشپړې شوي دي. / AP

ترکیش ایرلاینز د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ۷۵ بوینګ B787 ډوله الوتکو فرمایش به ورکړي او د ۱۵۰ ۷۳۷-۸/۱۰ ماکس ډوله الوتکو د پېرودلو په اړه یې خبرې اترې بشپړې کړې دي، خو دا معامله د انجن جوړوونکي شرکت "سي اېف اېم انټرنیشنل" سره د خبرو اترو د پایلې پورې تړلې ده.

د تورکیې د اسهامو بازار "بورسا استانبول" ته په یوه استولې خبرپاڼه کې – چې د اسهامو، پورونو، مشتقاتو او نورو مالي شتمنیو د سوداګرۍ لپاره یو پلیټ فارم دی – ترکیش ایرلاینز وویل، چې له بوینګ څخه یې د ۷۵ B787-9 او B787-10 ډوله الوتکو د پېرودلو پرېکړه کړې ده، چې په دې کې ۵۰ قطعي او ۲۵ اختیاري فرمایشونه شامل دي.

دغه هوايي شرکت وویل، د دې الوتکو د سپارلو نېټه د ۲۰۲۹ او ۲۰۳۴ کلونو ترمنځ ټاکل شوې ده.

د دغو الوتکو د انجنونو، اضافي انجنونو، او د انجن د ساتنې او ترمیم د خدماتو په اړه له رولز رایس او جي اي ایروسپېس شرکتونو سره خبرې اترې روانې دي.

ترکیش ایرلاینز همدارنګه تایید کړه، چې له بوینګ شرکت سره یې د ۱۵۰ نورو ۷۳۷-۸/۱۰ ماکس ډوله الوتکو د پېرودلو په اړه خبرې اترې بشپړې کړې دي، چې په دې کې ۱۰۰ قطعي او ۵۰ اختیاري فرمایشونه شامل دي.

دغه شرکت وویل، د ۷۳۷-۸/۱۰ ماکس الوتکو فرمایشونه به د انجن جوړوونکي شرکت "سي اېف اېم انټرنیشنل" سره د خبرو اترو له بریالۍ پایلې وروسته ورکړل شي.

شرکت زیاته کړه: "د دې فرمایشونو په ورکولو سره، زموږ موخه دا ده چې تر ۲۰۳۵ کال پورې زموږ د الوتکو ټول کاروان له نوي نسل الوتکو څخه جوړ شي، چې په دې توګه به زموږ عملیاتي موثریت پیاوړی او د شاوخوا ۶ سلنې کلنۍ ودې له منځنۍ کچې سره به مرسته وشي."

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول