د سویلي افریقا  د کیپ ټاون ښار ته نږدې اووه کسان وژل شوي.

پولیسو ویلي، وسله والو د شنبې په سهار وختي د سویلي افریقا د کیپ ټاون ښار څخه بهر په یوه ښارګوټي کې اووه کسان په داسې یوه پېښه کې ووژل چې ګمان کېږي له باج اخیستنې سره تړاو لري.

By
سویلي افریقا / AP

د سویلي افریقا  د کیپ ټاون ښار ته نږدې اووه کسان وژل شوي.
دغه برید د ښار په کیپ فلیټس سیمه کې شوی، چې د ډله‌ییز تاوتریخوالي له امله شهرت لري او هلته د ۲۰۲۵ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې وژنې ثبت شوې دي.

پولیسو ویلي، وسله والو د شنبې په سهار وختي د سویلي افریقا د کیپ ټاون ښار څخه بهر په یوه ښارګوټي کې اووه کسان په داسې یوه پېښه کې ووژل چې ګمان کېږي له باج اخیستنې سره تړاو لري.

دا برید د هغو ډله‌ییزو ډزو په لړ کې وروستۍ پېښه ده چې دغه ۶۳ میلیوني هېواد، چې له جرمونو ستړی شوی، لړزولی دی.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي: "پولیس په ماریکانا کې د ډزو د یوې پېښې څېړنه کوي چې د اوو کسانو – یوې ښځې او شپږو نارینه وو چې عمرونه یې د ۳۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ وو – ژوند یې اخیستی دی."

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه برید کې، چې له نیمې شپې لږ وروسته شوی، درې تنه نور هم ټپیان شوي او "ګمان کېږي چې په سیمه کې له باج اخیستنې سره تړاو لري".

پولیسو ویلي: "شکمن کسان له سیمې تښتېدلي او تر اوسه څوک نه دي نیول شوي،" او زیاته یې کړه چې د لټون عملیات پیل شوي او څېړنې روانې دي.

سویلي افریقا، چې د لویې وچې تر ټولو صنعتي هېواد دی، د منظمو شبکو له خوا د پراخو جرمونو او فساد له ستونزو سره مخ ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، تېر کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۶۳ کسان وژل شوي دي.

د ډسمبر په میاشت کې په دوو جلا ډله‌ییزو ډزو کې، چې وسله والو پر یوه لیلیه او یوه بار برید وکړ، (۲۴) کسان ووژل شول، چې څو ماشومان هم پکې شامل وو.

د شنبې ورځې برید د ښار په کیپ فلیټس سیمه کې شوی، چې د ډله‌ییز تاوتریخوالي له امله شهرت لري او هلته د ۲۰۲۵ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې وژنې ثبت شوې دي.