منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلي پوځ پخوانۍ ویاندې د غزې د نسل وژنې په اړه د حقایقو پر پټولو اعتراف وکړ
د اسرائیلي پوځ پخوانۍ ویاندې ایلیت کرایزر وايي، اسرائیلي پوځ بې ګناه فلسطینیانو ته د "ترهګرو" نوم ورکوي او اعلامیې داسې جوړوي چې د خپلو بریدونو لپاره د خلکو ملاتړ پیاوړی کړي.
د اسرائیلي پوځ پخوانۍ ویاندې د غزې د نسل وژنې په اړه د حقایقو پر پټولو اعتراف وکړ
د اسرائیلي پوځ پخوانۍ ویاندې د غزې د نسل وژنې په اړه د حقایقو پر پټولو اعتراف وکړ

د اسرائیلي پوځ د ویاندویۍ څانګې یوې پخوانۍ غړې اعتراف کړی چې پوځ په غزه او اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د خپلې نسل وژنې جګړې په اړه په حقایقو کې لاسوهنه کړې ده. هغې مطبوعاتو ته د ورکړل شویو معلوماتو په ترتیب او بدلون کې د خپل مستقیم رول جزئیات وړاندې کړي دي.

ایلیت کرایزر وویل چې بې ګناه فلسطینیانو ته به په دوامداره توګه د "ترهګرو" نوم ورکول کېده او رسمي اعلامیې به په قصدي ډول داسې جوړېدې چې کورنی ملاتړ راجلب کړي او د دې نسل وژنې جګړې لپاره نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

کرایزر دا اعتراف پر ایکس (X) شبکه په یوه عامه بیان کې هغه مهال وکړه، کله چې هغې د "سکوت ماتول" (Breaking the Silence) په نوم د یوه اسرائیلي سازمان د ویاندې په توګه خپله ټاکنه اعلان کړه. دا سازمان په اشغال شویو سیمو کې د پوځي سرغړونو په اړه د پخوانیو سرتېرو شهادتونه (څرګندونې) ثبتوي.

هغې ولیکل: "د خپلې دندې پر مهال، ما رسنیو ته په خپرو شویو معلوماتو کې لاسوهنه کوله. ما ولیدل چې څنګه به حتی پر بې ګناه فلسطینیانو د 'ترهګر' کلمه پورې کېده او څنګه به اعلامیې د ټاکل شویو مخاطبینو او موخو لپاره په ځانګړي ډول جوړېدې."

کرایزر یادونه وکړه چې د هغې دندې نوموړې نه یوازې له ځمکني وضعیت سره مخ کړه، بلکې دا یې هم ورته وښودل چې پوځ څنګه غوښتل دا وضعیت خلکو ته انځور کړي.

هغې د ویاندویۍ پر څانګې تور ولګاوه چې حقایق د یوه دولتي بنسټ پر ځای، د عامه اړیکو د یوه شرکت په څېر اداره کوي.

کله چې به اسرائیلي ټولنې ته معلومات ورکول کېدل، د دې څانګې موخه په وسله والو ځواکونو باور زیاتول و، چیرې چې "د خلکو د خبرېدو حق په ښه حالت کې دویمه درجه ارزښت درلود،" په داسې حال کې چې د بهرنیو اعلامیو موخه د مشروعیت جوړول وو: "دلته هم، د دې کار بیه د حقیقت قرباني کول وو."

هغې څرګنده کړه چې د ډله ییزو تلفاتو اعلانونه به څنګه له معیاري توجیهاتو سره یوځای کېدل: "ما زده کړل چې څنګه په یوه برید کې د لسګونو کسانو د مرګ خبر ورکړم او په اتوماتیک ډول ورسره دا ور اضافه کړم چې موږ هغو خلکو ته پر رسېدلي زیان خواشیني یو چې په جګړه کې ښکېل نه دي.

دا زما د دندې ورځنی کار و... زه هیڅکله د بې عدالتۍ پر وړاندې په چوپ پاتې کېدو کې ښه نه وم، مګر دلته له ما څخه غوښتل کېدل چې د بې عدالتۍ لپاره تبلیغات  وکړم."

کرایزر، چې په یوه سخته مذهبي (الټرا اورتودوکس) ټولنه کې لویه شوې، درې کاله وړاندې له پوځي خدمت څخه خپله معافیت لغوه کړ ترڅو د جګړې پر مهال پوځ ته لاړه شي، ځکه هغې باور درلود چې د خپل هېواد دفاع کوي.

هغې پر نورو پخوانیو سرتېرو غږ وکړ چې خبرې وکړي او ویې لیکل: "که تاسو د جګړې پر مهال دنده ترسره کړې وي، تاسو هم چوپ مه پاتې کېږئ."

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، پر غزې د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې له ۷۴,۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژلي، تر ۱۷۵,۰۰۰ ډېر یې ټپیان کړي او شاوخوا ۹۰ سلنه ملکي بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.