نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
راپورونه ښيي چې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا په بېلابېلو عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي / AA

د «جیو نیوز» د خبر له مخې، د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د عامه اړیکو ادارې  په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو ګڼو عملیاتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د نوامبر له ۳مې راهیسې د کوټې ښار په کورمه (Kurram) سیمه او د خیبر پښتونخوا په میرعلي او اورکزیو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۷۴ وسله‌وال وژلي دي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې په دغو عملیاتو کې د لاسي جوړو شویو ماینونو په ګډون په زیاته کچه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي نیول شوي دي او زیاته شوې: «په دغو استخباراتي عملیاتو کې د ترهګرو پر ګڼو پټنځایونو اغېزمن بریدونه ترسره شول.»

په پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله‌وال بریدونه په ځانګړي ډول له افغانستان سره پر پوله پرتو خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې متمرکز دي.

په دواړو ایالتونو کې هغه وسله‌والې ډلې چې ادعا کوي د پښتنو او بلوڅو قومي ډلو له حقونو دفاع کوي، پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

په داسې حال کې چې اسلام‌اباد ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) په افغانستان کې ځای پر ځای دي او خپل بریدونه له هغه ځایه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت دا ادعاوې ردوي.

 

بلخوا، په بلوچستان کې بیا د «بلوچستان د آزادۍ پوځ» (BLA) بریدونه ډېر تر سترګو کېږي. دغه ډله له پاکستان څخه د بلوچستان د بېلېدو او پر دې سیمه د بلوڅ ولس د واکمنۍ غوښتنه کوي.

 

وپلټۍ
اسرائیلو د غزې پر ناصر روغتون په برید کې د یوه جراح  ډاکټر په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان وژلي دي
په پاکستان کې پر پولیسو په برید کې ۱۰ تنه پولیس مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان پر پرمختللو هېوادونو غږ وکړ چې اقلیمي اقدامات ګړندي کړي،
جرمني د امنیتي اندېښنو له امله د چینایي بې پیلوټه الوتکو پوځي کارول پای ته رسوي
ګوټرېش له هېوادونو وغوښتل چې په کاپ-۳۱ غونډه کې د 'اقلیمي عدالت تړون' خپل کړي
لیتوانیا ته د شکمنو بې پیلوټه الوتکو له ننوتلو وروسته، د ناټو الوتکې دوه ځله الوتنې ته اړ شوې
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په روغتون کې له درملنې وروسته بېرته زندان ته واستول شو
ولسمشر اردوغان د کاپ-۳۱  د اقلیم  غونډې په څنډه کې یو لړ دوه اړخیزې لیدنې وکړې.
ایران د امریکا لخوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د انعام ټاکل وغندل
امریکا ۳ تنه په انګلستان کې پر امریکايي هوایي اډه د "ترهګریزو بریدونو" د پلان جوړولو په تور تورن کړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان ژمنه کوي چې د نویو نوښتونو له لارې به د تورکیې ملي یووالی پیاوړی کړي
حوثي ملیشو پر سعودي عربستان درې توغندي توغولي، چې دوه يي د پلازمینې پر لورې راتوغولي وو.
د انګلستان د دفاع وزیر وايي چې بریتانیا له روسیې سره د اړیکو مستقیم چینلونه غواړي.