د نیویارک په مرکز منهټن کې په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول

ښاروال اډمز په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "نن شپه پنځه بې ګناه کسان په ډزو وویشتل شول. موږ څلور روحونه له لاسه ورکړل، چې په کې د نیویارک ښار د پولیسو د څانګې (NYPD) یو غښتلی افسر اسلام، هم شامل دی."

/ AP

په نیویارک ښار کې د دوشنبې په ورځ په یو وسله وال برید کې لږ تر لږه  څلور کسان وژل شوي، چې یو پولیس افسر هم پکې شامل دی.

د نیویارک ښاروال اریک اډمز وویل چې بریدګر چې په وسلې سمبال وو په منهټن کې ۴ تنه ووژل .

ښاروال اډمز په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "نن شپه پنځه بې ګناه کسان په ډزو وویشتل شول. موږ څلور روحونه له لاسه ورکړل، چې په کې د نیویارک ښار د پولیسو د څانګې (NYPD) یو غښتلی افسر اسلام، هم شامل دی."

ښاروال زیاته کړه چې دوه نارینه او یوه ښځه وژل شوي، او د پولیسو افسر دیدار الاسلام، چې ۳۶ کلن بنګله دېشي مهاجر و، هم په دې پېښه کې وژل شوی دی. هغه دوه زامن لرل او د هغه مېرمن د دوی د درېیم ماشوم امیندواره ده.

هغه وویل: "یو بل نارینه په جدي توګه ټپي شوی او د خپل ژوند لپاره په سخت حالت کې مبارزه کوي، دا د یوې تاوتریخجنې او کرکجنې حملې له امله دی."

دغه ډزې د دوشنبې په ورځ د ماښام ۶:۳۰ دقیقو کې  د پارک ایونیو په ۳۴۵ نمبر ځای کې وشوې، چې یو ۴۴ پوړیزه ودانۍ ده او په کې د بلیک سټون، د امریکا بانک، ، او د ملي فوټبال لیګ (NFL) مرکزي دفترونه شامل دي.

د پولیسو د  سرچینو په وینا، بریدګر ودانۍ ته د یو ټوپک سره ننوت او ډزې یې وکړې، چې په ترڅ کې یې یو پولیس افسر ووژل شو او دوه نور کسان په جدي توګه ټپیان شول.

وروسته هغه د ودانۍ ۳۳م پوړ ته په لفټ کې پورته شو، چې د بلیک سټون مرکزي دفتر برخه ده، هلته يي ځان پټ کړ او وروسته ځان وژنه وکړه.

د نیویارک د پولیسو کمېشنر جسیکا ټیش په X کې وویل: "د پیښې پر مهال  سیمه کنټرول شوې او یوازینی بریدګر له منځه وړل شوی ."

د نیویارک والي کاتي هوچول تایید کړه چې هغې ته د دې پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي، او چارواکو د بیړني او همغږي ځواب ستاینه وکړه.

راپورونه ښيي چې بریدګر یو ۲۷ کلن کس و چې د لاس ویګاس اوسېدونکی دی. سرچینې وايي چې هغه داسې ښکاري چې ځای یې په نښه کړی و او په درنو وسلو سمبال و.

د FBI او نورو فدرالي ادارو د نیویارک د پولیسو څانګې سره مرسته وکړه ترڅو ودانۍ خوندي کړي او د برید په اړه پلټنه وکړي.

دا په نیویارک کې په وروستیو کلونو کې د قانون پلي کوونکو پر وړاندې یو له جدي بریدونو څخه ګڼل کېږي.

د نیویارک د پولیسو څانګې تر اوسه د ټپیانو نومونه یا حالتونه نه دي تایید کړي.

ودانۍ په موقتي توګه تړل شوې وه، او پولیسو خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د ختیځ ۵۲م سړک، پارک ایونیو، او لیکسنګټن ایونیو ترمنځ سیمه کې له ګرځیدو څخه ډډه وکړي.