افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
تیکا په افغانستان کې د اورېدو ستونزې لرونکو زده‌کوونکو لپاره د غږیزو ځانګړتیاوو لرونکي ټولګي جوړ کړل
د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) په افغانستان کې د اورېدو ستونزې لرونکو وګړو د زده کړو د ملاتړ په موخه د کابل د کڼو په انسټیټیوټ کې ځانګړي ډیزاین شوي ټولګي جوړ کړل.
تیکا په افغانستان کې د اورېدو ستونزې لرونکو زده‌کوونکو لپاره د غږیزو ځانګړتیاوو لرونکي ټولګي جوړ کړل
تیکا / TRT
16 اکتوبر 2025

تیکا په افغانستان کې د اورېدو ستونزې لرونکو زده‌کوونکو لپاره د غږیزو ځانګړتیاوو لرونکي ټولګي جوړ کړل

د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) په افغانستان کې د اورېدو ستونزې لرونکو وګړو د زده کړو د ملاتړ په موخه د کابل د کڼو په انسټیټیوټ کې ځانګړي ډیزاین شوي ټولګي جوړ کړل.

د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې ( تیکا ) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کابل د کڼو انسټیټیوټ په چوکاټ کې د اورېدو ستونزې لرونکو وګړو د زده کړو لپاره څلور ځانګړي ډیزاین شوي ټولګي د تیکا له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دا ټولګي په غږیزو ځانګړتیاوو (اکوستیک) سمبال شوي، ترڅو هغه زده‌کوونکي چې د اورېدو ستونزه یې په بېلابېلو کچو کې ده، وکولای شي د اورېدو عادي شرایطو ته په تر ټولو نږدې چاپیریال کې زده کړې وکړي.

په ټولګیو کې د ښوونکو او زده‌کوونکو ترمنځ د اړیکو اسانولو لپاره د غږ ضد (عایق) لوړ کیفیت لرونکي توکي کارول شوي دي.

د اورېدو ستونزې لرونکو وګړو د لیدیزې (بصري) زده کړې تمایل ته په پام سره، ټولګي په بېلابېلو ډیجیټلي او غیر ډیجیټلي لیدیزو ښوونیزو توکو سمبال شوي دي.

د دې لپاره چې زده‌کوونکي له خپلو ښوونکو سره اغېزمنې اړیکې ټینګې کړي، د اورېدو ځانګړي وسایل برابر شوي او د زده کړو په بهیر کې د اړتیا وړ ټول وسایل، توکي او تخنیکي تجهیزات انسټیټیوټ ته سپارل شوي دي.

د ټولګیو د پرانیستې په مراسمو کې په کابل کې د تورکیې سفارت شارژدافیر او د ماموریت مشر جنک اونال، د تیکا د کابل همغږي کوونکی فاضل اکین اردوغان، د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیال فضل الرحمن فاضل او ګڼ شمېر نورو مېلمنو او زده‌کوونکو ګډون کړی و.

اونال په خپله وینا کې وویل: "د انسانانو لپاره رښتینی خنډ نشته، بلکې یوازې داسې ماشومان او ځوانان شته چې پوره ملاتړ یې نه دی شوی، تر شا یې څوک نه دي درېدلي او ځان ښودلو ته یې فرصت نه دی ورکړل شوی." اونال زیاته کړه چې تیکا په افغانستان کې خپلې پروژې په همدې لیدلوري پرمخ بیايي.

د تیکا د کابل همغږي کوونکي اردوغان هم وویل چې د تورکیې او افغانستان ترمنځ ژورې ورورولۍ اړیکې نږدې یوه پېړۍ تاریخ لري او د تیکا له خوا هره پلي شوې پروژه يې "د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پر پله يوه نوې اېښودل شوې خښته" وبلله.

د مراسمو په ترڅ کې د انسټیټیوټ د زده‌کوونکو د نقاشۍ، خطاطۍ او اسلامي اثارو نندارتون هم پرانیستل شو.

 

وپلټۍ
د ایران په جګړه کې ۱۴۰ تنه امریکایي سرتیري ټپيان شوي، چې د ۸ تنو وضعیت يي ښه ندی
د ایران نوی ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي روغ رمټ دی. دا خبره د ایران د ولسمشر پزشکیان زوی وکړه.
اردوغان تورکیه دیني ازادۍ په برخه کې د نمونې په توګه وښودله او د اسلاموفوبیا پر وړاندې خبرداری ورکړ
د ایران په اصفهان ښار کې د مسکو قونسلګري په بریدونو کې زیان لیدلی دی
د ایران لخوا د انرژۍ پر بڼسټونو بریدونو د نړیوالې انرژۍ د بحران اندېښنې ډیرې کړي دي.
په سویس کې په یو بس کې د اورلګیدنې له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښه
د افغانستان او تورکیې د دوستۍ د تړون ۱۰۵ کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
ملګري ملتونه: له پاکستان او ایرانه ۲۷۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي
پاکستان د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د بحران په ترڅ کې 'له کوره کار' او د ښوونځیو د تړلو امر وکړ
د تورکیې او قطر د دفاع وزیرانو د منځني ختیځ د کړکېچ په ترڅ کې پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړې
تورکیه د ایران د جګړې پر مهال د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره د پاټریوټ دفاعي سیسټم چمتو کوي
د ایران سپاه پاسداران: " د جګړې پای به مونږ وټاکو"
پداسې حال کې چې د ټرمپ تناقضات د جګړې ابهام زیاتوي؛ ایران پر خلیج د ډرون بریدونو ته دوام ورکوي
افغان پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، پاکستان اړوند پوځي مرکزونو د په نښه کولو ادعاء کړې ده.
امريکا د ايران په جګړه کې  ۱۱ دانې 'ایم کیو-۹ ریپر' ډوله ډرون الوتکې له لاسه ورکړي دي