تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د ځايي موټرو شرکت ټاګ خپل نوی ماډل ټي ۱۰ اف برښنايي موټر ولسمشر ارودوغان ته ډالۍ ورکړ
د تورکیې د برېښنايي موټرو جوړونکی شرکت توګ (Togg)، خپل نوی T10F فاسټ بیک ماډل ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ور وپېژانده. د سپارلو د مراسمو پر مهال، ولسمشر فرصت وموند چې د موټر ډیزاین، ځانګړتیاوې او ټکنالوژیکي نوښتونه وڅېړي.
د تورکیې د ځايي موټرو شرکت ټاګ خپل نوی ماډل ټي ۱۰ اف برښنايي موټر ولسمشر ارودوغان ته ډالۍ ورکړ
ټاګ / AA

د تورکیې د برېښنايي موټرو جوړونکی شرکت توګ (Togg)، خپل نوی T10F فاسټ بیک ماډل ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ور وپېژانده. د سپارلو د مراسمو پر مهال، ولسمشر فرصت وموند چې د موټر ډیزاین، ځانګړتیاوې او ټکنالوژیکي نوښتونه وڅېړي.

د توګ مدیرانو، ولسمشر ته د بشپړ برېښنايي موټر په سپارلو سره، اردوغان ته دا زمینه برابره کړه چې T10F ماډل د ولسمشرۍ له ځانګړي پلیټ سره وازمایي. د معلوماتي غونډې پر مهال، اردوغان ته د موټر د ځانګړتیاوو او فعالیت په اړه معلومات ورکړل شول.

د ازمایښتي موټر چلولو وروسته، د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر او د توګ د اداري پلاوي رئیس فوات توسیالي، ولسمشر ته د یادګار په توګه یو موټر ډالۍ وړاندې کړه.

د تورکیې جمهوریت د اړیکو رئیس برهان الدین دوران هم د سپارلو په لومړیو مراسمو کې ګډون وکړ او د تورکیې له کورني موټر جوړونې صنعت څخه یې د حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

په یورو NCAP ازموینو کې پنځه ستوري

توګ اعلان وکړ چې د T10F ماډل لپاره به مخکینۍ سپارښتنې (pre-orders) په تورکیه کې د سپټمبر په ۱۵مه او په جرمني کې د سپټمبر په ۲۹مه پیل شي.

دا پرانیسته په مونیخ کې د IAA Mobility 2025 نندارتون سره هم‌مهاله وه، چې په اروپا کې د توګ لومړۍ رسمي راڅرګندېدنه هم وه. دا نړیواله غونډه د موټرو جوړونکي، ټکنالوژیکي شرکتونه او د نوښتګرو ترانسپورتي وسایلو جوړونکي راټولوي.

د دې غونډې پر مهال، شرکت د خپلو برېښنايي موټرو لړۍ او د خوځښت ایکوسیستم کورنیو او بهرنیو خبریالانو ته ور وپېژانده. توګ پر خپل "یوازې یو موټر نه" ماموریت باندې د ټینګار ترڅنګ، د موټر جوړونې په صنعت کې نوښت او نړیوال رقابتي ځواک ته هم پام راواړوه.

د T10X او T10F دواړو ماډلونو د یورو NCAP د خوندیتوب له ټولو ازموینو څخه د پنځو ستورو تر ټولو لوړه درجه ترلاسه کړې او په دې توګه یې د اروپا د بازار معیارونه په غوره توګه پوره کړي دي.

دا ګام په نړیواله کچه د توګ د پراختیا ستراتیژي پیاوړې کوي او په ورته وخت کې ترکیه د پایښت لرونکې او پرمختللې موټر جوړونې ټکنالوژۍ په برخه کې د یوه مخ پر ودې لوبغاړي په توګه معرفي کوي.

وپلټۍ
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ