نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس سویس ته خپل سفر وځنډو
سپینه ماڼۍ وویل، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس په مشرۍ ډله تګ ته چمتو وه، خو د مذاکراتو د ستونزمنو لوژستیکي چارو له امله یې سفر وځنډاوه.
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس سویس ته خپل سفر وځنډو
جی‌دی ونس

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس سویس ته خپل سفر وځنډاوه ځکه چې له ایران سره د متوقع تخنیکي خبرو اترو لوژستیکي جزئیات لا تر اوسه حل شوي نه دي. سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ وویل: «تر اوسه پورې د ایران لوژستیکي جزئیات معلوم ندي، د امریکا مرستیال ولسمشر نن شپه سویس ته نه ځي.»

وېنس تمه کېده چې سویس ته د ایران اړوند بحثونو د پرمختګ لپاره سفر وکړي. ویاند زیاته کړه: «لکه څنګه چې مرستیال ولسمشر په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، د راتلونکو تخنیکي خبرو پلانونه لا نه دي نهایي شوي، او د امریکا پلاوی چمتو دی چې په لومړي فرصت کې حرکت وکړي. خو د دې مذاکراتو لوژستیک هیڅکله ساده یا د وړاندوینې وړ نه و.»

امریکايي چارواکو وویل چې دوی هیله لري تخنیکي خبرې «هر څومره ژر چې امکان لري» پیل شي. تر دې وړاندې وېنس خبریالانو ته ویلي وو چې دی پلان لري سویس ته لاړ شي او ممکن دا خبرې د روانې اونۍ په پای کې پیل شي. هغه وویل: «دا لا هم پلان دی، خو ممکن بدل شي ځکه ایران یو داسې هیواد نه دی چې ترې وتل اسانه وي. موږ هڅه کوو پوه شو چې دا به کټ مټ کله پیښیږي.»

په ایران کې، د تسنیم خبري اژانس ویلي چې سویس ته د ایراني پلاوي د سفر په اړه تر اوسه «هیڅ شی نه دي تایید شوي».

'مختلف لیدلوری'

مجتبی خامنه یي په یو لیکلي بیان کې ویلي چې ده د «مختلف لیدلوري» درلودلو سره سره دا هوکړه تایید کړې ده. هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي: «ما د ولسمشر مسعود پزشکیان په ګډون د چارواکو د هغې ژمنې له امله اجازه ورکړه چې د ایران د ملت د حقونو ساتنه وکړي.»

هغه زیاته کړه چې له امریکا سره «مخامخ خبرې اترې» به په راتلونکي کې وشي، خو دا پدې معنی نه ده چې «د دښمن لیدلوری» ومنل شي.

د جمعې په ورځ، د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف پر ایکس (X) خبرداری ورکړ: «د بل لوري لخوا د هر ډول ناسم چلند، د تړون د نقض او سرغړونې په صورت کې، پرته د شکه چې دښمن ته به پریکنده ځواب ورکړل شي.»

د وېنس د سفر له ځنډېدو وړاندې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم سویس ته خپل پلان شوی سفر وځنډاوه. پاکستاني چارواکو غوښتل چې هلته د دې هوکړې د لاسلیک د مراسمو کوربه توب وکړي. دوو لوړپوړو چارواکو وویل چې دا سفر ځکه وځنډول شو چې هوکړه لا دمخه د ایران او امریکا لخوا لاسلیک شوې وه.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.