سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې وینزویلا به ددینه وروسته د امریکايي چارواکیو لخوا اداره شي.
ټرمپ وویل  تر هغه چې پدې هیواد کې سیاسي لېږد رامنځته کیږي دا هیواد به  موږ زمونږ لخوا اداره شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې وینزویلا به ددینه وروسته د امریکايي چارواکیو لخوا اداره شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې وینزویلا به ددینه وروسته د امریکايي چارواکیو لخوا اداره شي. / Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې وینزویلا به ددینه وروسته د امریکايي چارواکیو لخوا اداره شي.

ټرمپ وویل  تر هغه چې پدې هیواد کې سیاسي لېږد رامنځته کیږي دا هیواد به  موږ زمونږ لخوا اداره شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د وینزویلا د مشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې سیلیا فلورس له هېواده د 'نیولو' لپاره د بې ساري پوځي بریدونو وروسته، به وینزویلا له امریکا لخوا اداره شي. هغه دا څرګندونې یوې خبري غونډې ته وکړې چې د امریکا د جګړې وزیر او د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو هم پکې ګډون کړی وو.

هغه وویل چې وینزویلا به د امریکايي چارواکیو لخوا چې زما شاته ولاړ دي اداره شي. هغه د امریکا بهرنیو چارو وزیر روبیو ته اشاره وکړه. هغه وویل چې روبیو د وینزویلا د ولسمشر مرستیال سره چې دم ګړۍ موقت ولسمشر  دی ټیلیفوني خبرې وکړې او هغه ورته د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. هغه وویل چې واک به وینزویلايانو ته ورنکړي ځکه چې نه غواړي واک بل مادورو ته ورکړي.

همداشان هغه د وینزویلا مخالفې مشرې په اړه هم د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه ښه بدیل دی خو په هیواد کې محبوبیت نلري. د همدې امله نه غواړو چې واک هغې ته وسپارو.

ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ به هېواد تر هغه وخته وچلوو چې یو خوندي، مناسب او مدبرانه لېږد ترسره کړای شو،" او زیاته یې کړه چې که اړتیا پېښه شي، امریکايي ځواکونه د بریدونو دویمې، "ډېرې لویې" څپې ته چمتو دي.

ټرمپ دا هم وویل چې هغه به امریکايي د تېلو شرکتونو ته اجازه ورکړي چې وینزویلا ته لاړ شي او د هغه هېواد د اومه تېلو پراخې زېرمې استخراج کړي.

ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ به خپل د متحده ایالاتو ډېر لوی د تېلو شرکتونه، چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی دي، هلته ورولېږو، چې ملیاردونه ډالره ولګوي، سخته ویجاړه شوې زیربنا، د تېلو زیربنا، ورغوي او د هېواد لپاره د پیسو ګټل پیل کړي."

 

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ