افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
د نیویارک یوې محکمې ۵۰ کلن حاجي نجیب الله ته دا سزا په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د یوه امریکايي خبریال او دوو افغان اتباعو د یرغمل کولو په قضیه کې د هغه د رول له امله اورولې ده.
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ

د امریکا یوې محکمې د سه شنبې په ورځ د طالبانو یو پخوانی قومندان د یوه امریکايي خبریال په ګډون د څو کسانو په یرغمل کولو کې د لاس لرلو له امله پر ۴۲ کاله بند او له خوشې کېدو وروسته پر ۵ کاله څارنې محکوم کړ.

د نیویارک یوې محکمې ۵۰ کلن حاجي نجیب الله ته دا سزا په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د یوه امریکايي خبریال او دوو افغان اتباعو د یرغمل کولو په قضیه کې د هغه د رول له امله اورولې ده.

هغه همدارنګه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د هغو طالب جنګیالیو د مشرۍ په تور هم محکوم شو چې پر امریکايي سرتېرو یې بریدونه کړي وو او په پایله کې یې امریکايي پوځیان وژل شوي وو.

د محکمې د سند له مخې، نجیب الله د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۲۵مه د یرغمل نیونې او له ترهګریزو کړنو څخه د مادي ملاتړ په تور، چې د مړینې لامل شوي وو، په خپله ګناه اعتراف وکړ.

د امریکا د لویې څارنوالۍ سرپرست ټوډ بلانچ وویل: "هغه کسان چې امریکایانو ته زیان رسوي او په ترهګریزو کړنو کې ښکېل وي، که هر څومره وخت واخلي، هغوی به ونیول شي او عدالت ته به راکش کړل شي."

هغه زیاته کړه: "نجیب الله د طالبانو د یوه قومندان په توګه د هغو وحشیانه ترهګریزو بریدونو ملاتړ کاوه چې امریکايي سرتېري پکې ووژل شول، او د یوه امریکايي خبریال او افغان ملکي وګړو د بې رحمانه یرغمل کولو پلان یې جوړ کړی و. نننۍ سزا د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره عدالت تامین کړ."

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ