څیړونکي د الهان عمر له خوا د امریکايي تابیعت ترلاسه کولو شالید څېړي ترڅو مشخصه کړي چې ایا هغې د تابعیت ترلاسه کولو د بهیر پر مهال خپل عمر غلط ښودلی و که نه.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د مینی سوټا استازې الهان عمر د تابعیت ترلاسه کولو پر مهال د درغلیو له امله د فدرالي ادارو له خوا د روانو تحقیقاتو په ترڅ کې له اخراج کېدو سربېره د حبس له حکم سره هم مخ کېدای شي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د الهان عمر په اړه د دې پوښتنې په ځواب کې که چیرې د هغه لخوا ترسره شوې درغۍ ثابتې شي ایا هغه به ډېپورټ شي؟ ټرمپ وویل: «هو، ممکن ډېپورټ شي. مګر هغه په بېلابېلو بڼو زندان ته هم تلی شي.»
هغه زیاته کړه: «پوهېږئ، هغوی يوازې د شړلو خبرې کوي. نه، هغه زندان ته هم تلی شي. دا یوازې زما نظر دی.»
فدرالي پولیسو د روانې میاشتې په پیل کې د الهان عمر پر کور د مالي او اسنادي درغلیو د پلټنې په برخه کې چاپه واچوله ترڅو پر حکومتي اسنادو د غلطو بیانیو او احتمالي محرمانه دسیسو پلټنه وکړي. د کورني امنیت مامورینو د هغې تلیفون، لپټاپ کمپیوټر، یادښتونه او پاسپورټ ضبط کړل.
څېړونکي غواړي دا موضوع روښانه کړي چې ایا الهان عمر یا د هغې ارواښاد پلار په ۲۰۰۰ کال کې د تابعیت اخیستلو پر مهال د هغې د عمر په اړه دروغ ویلي وو که نه. الهان عمر دا ټول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په ۱۹۹۵ کال کې د ۱۲ کلنۍ په عمر امریکا ته راغلې او په ۱۷ کلنۍ کې یې تابعیت ترلاسه کړی دی.
د «وال سټریټ ژورنال» راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د هغې تابعیت سلب او په نهایت کې یې له هېواده وباسي.
«سیاسي انګېزه»
فدرالي څېړونکو د الهان عمر له خور، صحرا نور څخه هم په واشنګټن ډي سي کې د عمر پر کور له چاپې وروسته د کډوالۍ د درغلیو د موضوع په هکله پوښتنې ګروېږنې کړې دي.
الهان عمر دا اقدام په کلکه غندلی او هغه یې له سیاسي انګېزې ډک بللی دی. هغې پر اېکس شبکه ولیکل: «غلطي مه کوئ: دا د سیاسي دښمنانو د په نښه کولو او د فدرالي قانون پلي کوونکو ادارو نه د وسلې په توګه د کارولو یوه ناکامه هڅه ده. دا یوازې د هغې د سیاسي وېرولو د کمپاین وروستی او نوی جدي پړاو دی.»
الهان عمر چې په امريکا کې لومړنۍ سومالیای الاصله امريکایۍ غړې ده، له ۲۰۱۹ کال راهیسې د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې کار کوي.
د تابعیت د سلبولو لپاره د عدلیې وزارت باید فدرالي دعوا درج کړي چې څرګنده درغلي په کې ثابته شي. په جلا توګه، د واشنګټن لپاره د متحده ایالاتو مخکښې څارنوالې جېنین پیرو تایید کړه چې د هغې دفتر د الهان عمر د مالي افشاګریو څېړنه هم کوي.


















