سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: له ایران سره په خبرو کې 'ډېر ښه' پرمختګ شوی او ادعا کوي چې هوکړه نږدې ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې واشنګټن له تهران سره "ډېرې ښې خبرې" کړې دي، په داسې حال کې چې ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر یو وړاندیز غور کوي.
ټرمپ: له ایران سره په خبرو کې 'ډېر ښه' پرمختګ شوی او ادعا کوي چې هوکړه نږدې ده
ټرمپ / Reuters


د امریکا ولسمشر وايي چې له تهران سره خبرې اترې په ښه توګه پرمخ روانې دي، چې دا یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د دواړو لورو لېوالتیا په ګوته کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې واشنګټن له تهران سره "ډېرې ښې خبرې" کړې دي، په داسې حال کې چې ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر یو وړاندیز غور کوي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دا ډېر ممکن دي چې موږ به یوې هوکړې ته ورسېږو."

ټرمپ زیاته کړه: "له ایران سره مو کارونه ډېر ښه پرمخ روان دي. هر څه په ډېرې اسانۍ روان دي، او وبه ګورو چې څه کیږي. دوی غواړي هوکړه وکړي، دوی غواړي مذاکرات وکړي."

وال سټریټ ژورنال د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ایران او امریکا دا مهال د منځګړو په مرسته پر داسې یو چوکاټ کار کوي چې له مخې یې د جګړې پای ته رسولو او د هرمز تنګي پرانیستلو په هدف خبرې اترې بېرته پیل شي، او ممکن دغه خبرې راتلونکې اونۍ په اسلام اباد کې پیل شي.

ټرمپ دغه راز د فاکس نیوز خبریال برېټ بایر ته ویلي چې دی باور لري له ایران سره احتمالي هوکړه به "په یوه اونۍ کې" وروستۍ شي.

بایر د یوې ژوندۍ خبري خپرونې پر مهال وویل: "ښه، ما لږه شېبه مخکې له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې، او هغه د دې هوکړې په اړه خوشبینه دی، د دې تفاهم لیک په اړه، او فکر کوي چې دا به د ښو پایلو لامل شي."

"باید ووایم چې هغه محتاطانه خوشبینه دی... ما ترې د وخت په اړه وپوښتل، هغه وویل چې د هر څه بشپړېدو ته یوه اونۍ وخت نیسي."

سیمه ییز کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د فبرورۍ په ۲۸مه امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه وکړل، چې دا د تهران له لوري د اسرائیلو او په خلیج کې د امریکا د متحدینو پر وړاندې د ځوابي بریدونو او همدارنګه د هرمز تنګي د تړل کېدو لامل شول.

د پاکستان په منځګړیتوب د اپرېل په اتمه یو اوربند نافذ شو، خو په اسلام اباد کې خبرو ونه شو کړای چې یوه دایمي هوکړه رامنځته کړي. وروسته دا اوربند د ټرمپ له لوري له کومې ټاکلې نېټې پرته وغځول شو.

د اپرېل له ۱۳مې راهیسې، امریکا یوه سمندري کلابندي لګولې چې په تنګي کې یې سمندري تګ راتګ په نښه کړی.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا پوځ به د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو لپاره د تګ راتګ ازادۍ بېرته راوستلو په موخه د "ازادۍ پروژه" په لنډمهاله توګه ودروي، خو په ورته وخت کې یې وویل چې د امریکا کلابندي به "په بشپړ ځواک او اغېز" سره پر خپل ځای پاتې وي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی