د ایران خپل هوایي حریم د اسرائیل سره د اوربند وروسته بیا پرانیست

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت ویاند، مجید اخوان، د پنجشنبې په ورځ په یوه پوسټ کې ویلي: "د هېواد ختیځې برخې هوايي حریم د کورنیو او نړیوالو الوتنو، او همدارنګه د نورو هېوادونو د الوتنو لپاره بیا پرانیستل شوی دی."

/ Reuters

ایران اعلان کړی چې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند وروسته یې خپل هوايي حریم  په جزوي ډول بیا پرانیستی دی. د ویلو د ایران هوايي حریم د اسرائیلو سره د جګړې له امله نږدې دوو اونیو راهیسې تړلی وو.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت ویاند، مجید اخوان، د پنجشنبې په ورځ په یوه پوسټ کې ویلي: "د هېواد ختیځې برخې هوايي حریم د کورنیو او نړیوالو الوتنو، او همدارنګه د نورو هېوادونو د الوتنو لپاره بیا پرانیستل شوی دی."

خو هغه زیاته کړه چې د تهران مهرآباد او امام خمیني نړیوالو هوايي ډګرونو ته او له دې ځایونو څخه الوتنې تر بل خبر پورې ځنډول شوې دي.

دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ ورځنې  جګړې وروسته اوربند وشو. د ویلو ده چې  د جون په ۱۳مه د اسرائیل لخوا د ایران پر اټومي او پوځي اهدافو بریدونه وشول — دا د دواړو سیالانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې یو له مستقیمو نښتو څخه وه.

د واشنګټن په منځګړیتوب موقتي اوربند دواړو خواوو ته د شاتګ فرصت ورکړی، که څه هم په سیمه کې لا هم کړکېچ کچه لوړه ده.