ولسمشر اردوغان :تورکیه د هوايي حریم د سرغړونو په وړاندې خپل کلک دریځ ساتي او ملي امنیت پیاوړی کوي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې انقره د هوايي حریم د سرغړونو په وړاندې کلک اقدامات کوي او د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

By
ولسمشر اردوغان :تورکیه د هوايي حریم د سرغړونو په وړاندې خپل کلک دریځ ساتي او ملي امنیت پیاوړی کوي / AA

ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په منځني ختیځ کې د روانو ستونزمنو حالاتو په پام کې نیولو سره، موږ د خپلو ۸۶ ملیونه وګړو په وړاندې خپل مسوولیت ته متوجه یو او له احتیاط او تدبیر څخه به لاس وانه اخلو.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې انقره د هوايي حریم د سرغړونو په وړاندې کلک اقدامات کوي او د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

اردوغان د پنجشنبې په ورځ وویل: "د دې پوهاوي په درلودلو سره چې موږ د ۸۶ میلیونه خلکو مسوولیت پر غاړه لرو، موږ هیڅکله احتیاط او تدبیر نه پرېږدو. په داسې حال کې چې د هغو اقداماتو په وړاندې چې زموږ هوايي حریم تر پښو لاندې کوي، ډېر کلک دریځ لرو، موږ د خپل ولس د سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره ګامونو پورته کولو ته هم دوام ورکوو."

ولسمشر دا څرګندونې د روژې مبارکې میاشتې له پای ته رسیدو وروسته د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ په یوه ویډیويي پیغام کې وکړې.

هغه هیله څرګنده کړه چې اختر دې هیواد، اسلامي نړۍ او ټول بشریت ته خیر، برکت او ښکلا راوړي او د منځني ختیځ وضعیت ته یې هم اشاره وکړه.

هغه وویل: "زموږ خویندې او وروڼه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو لاندې د کوچني اختر لمانځلو هڅه کوي، هغه بریدونه چې د اوربند اصول تر پښو لاندې کوي او د بشري مرستو مخه نیسي. د فلسطین په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په ختیځ بیت المقدس او لویدیځه غاړه او همدارنګه په جنوبي لبنان کې د اشغال او ویجاړۍ تګلارې په پوره شدت سره دوام لري."

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران شويو بریدونو او ورپسې د دریمګړو هیوادونو په وړاندې د ایران توغندیزو او ډرون ځوابي بریدونو سیمه ییز تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی.