تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
اردوغان په غزه کې د بشري بحران د مخنیوي په خاطر د سمدستي اقدام کولو غوښتنه وکړه.
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړۍ څخه غوښتنه کړې چې په غزه کې د جګړې د درولو لپاره ګامونه پورته کړي، په داسې حال کې چې د اسرائيلو بریدونو له امله دغه سیمه د "بشري ناورین بشپړ سقوط" ته نږدې شوې ده.
اردوغان په غزه کې د بشري بحران د مخنیوي په خاطر د سمدستي اقدام کولو غوښتنه وکړه.
/ AP

اردوغان په غزه کې د بشري بحران د مخنیوي په خاطر د سمدستي اقدام کولو غوښتنه وکړه. په غزه کې د ضایع کولو لپاره وخت نشته.

د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړۍ څخه غوښتنه کړې چې په غزه کې د جګړې د درولو لپاره ګامونه پورته کړي، په داسې حال کې چې د اسرائيلو بریدونو له امله دغه سیمه د "بشري ناورین بشپړ سقوط" ته نږدې شوې ده. دغه څرګندونې هغه په یوه مقاله کې کړي چې د الجزیره لپاره یې لیکلې ده کړي دي.

د تورکيې د عامه  اړیکو رئیس ، برهان الدین دوران، دا مقاله  د تورکیې د ټولنیزو رسنیو شبکې نیکس سوشیل له لارې خپره کړه.

دا مقاله چې "د بشریت وجدان په غزه کې ازمویل کېږي" تر عنوان لاندې د پنجشنبې په ورځ په انګلیسي او عربي ژبو خپره شوې، اردوغان اسرائيل په دې تورن کړی چې د فلسطینیانو پر وړاندې یې "د له منځه وړلو سیستماتیکه پالیسي" روانه کړې ده.

اردوغان لیکلي: "لوږه، تنده، او د وبایي ناروغیو ګواښ غزه د بشري ناورین بشپړ سقوط ته رسوي." هغه زیاته کړه: "تر اوسه پورې د اسرائيلو په بریدونو کې له ۶۱,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي."

هغه وویل چې انقره د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې د اوربند لپاره هڅې کوي او د فلسطیني ډلو ترمنځ منځګړیتوب کوي.

د لویدیځ دوه ګوني معیارونه

اردوغان لیکلي: "د لویدیځ دوه ګوني معیارونه په نورو بحرانونو کې چټک اقدام کول خو په غزه کې مبهمه رویه خپلول د نړیوال نظم اعتبار ته زیان رسوي، هغه نظم چې ګواکې د اصولو او قواعدو پر بنسټ ولاړ دی."

هغه وویل چې د اوکراین په اړه نړیواله چټکه هڅه د غزې لپاره نه ده شوې، چې اسرائيلو ته یې اجازه ورکړې چې څه ډول چې غواړي هغه شان  عمل وکړي.

اردوغان د تورکيې روانې بشري او ډیپلوماتیکې هڅې په ډاګه کړې، چې پکې د مرستو رسونې، ناروغانو تخلیې، او د فلسطیني ډلو ترمنځ منځګړیتوب شامل دي، چې ډېری وخت د قطر په همکارۍ ترسره کېږي. هغه په تېره میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې خپله څرګندونه بیا تکرار کړه چې "غزه نور وخت نه لري" او بیا یې د اسرائيلو کړنې "نسل وژنه" وبللې.

ولسمشر خبرداری ورکړ چې دغه شخړه د پراخې سیمې د بې ثباتۍ خطر زیاتوي، د اسرائيلو او ایران ترمنځ کړکېچ زیاتوي، او بې ځایه کېدل، سخت دریځي کېدل، او د انرژۍ امنیت ته ګواښونه رامنځته کوي. هغه د سمدستي اوربند، د بشري دهلېزونو پرانیستلو، او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د نړیوالو میکانیزمونو غوښتنه وکړه.

جګړه د حقیقت پلویان په نښه کوي

اردوغان وویل چې د غزې بیا رغونه باید د زده کړو، روغتیا، زیربناوو، او سیاسي استازیتوب حقونه تضمین کړي، او ټینګار یې وکړ چې دوامداره سوله د یو خپلواک او حاکم فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو پورې تړلې ده.

هغه زیاته کړه: "تاریخ د هغو کسانو شاهد دی چې اقدام یې وکړ او د هغو کسانو چې د غزې له ظلم څخه یې مخ واړاوه." اردوغان وویل: "د بشریت راتلونکی به د هغو ګامونو په زړورتیا پورې تړلی وي چې موږ یې نن اخلو."

ولسمشر وویل چې په غزه کې پېښې دا هم ښيي چې "جګړه د حقیقت پلویان په نښه کوي،" په داسې حال کې چې ګڼ شمېر خبریالان د جګړې له سیمې څخه د راپور ورکولو پر مهال وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په ځانګړې توګه د الجزیره له خوا شوي زیانونه د مطبوعاتو د آزادۍ او د معلوماتو د حق پر وړاندې تر ټولو وحشیانه بریدونو څخه دي." هغه وویل چې د دې "زړورو کسانو" مړینه "زموږ ټولو لپاره یوه ژوره ضایعه ده" او د دوی یادونه به "د عدالت د تعقیب سمبول" پاتې شي.

 

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي