د ایر انډیا یوه بله مساپروړونکې کښتۍ په هوا کې د تخنیکي ستونزې له امله هانګ کانګ ته بیرته ستنه شوه

د ایر انډیا بوینګ ۷۸۷-۸ ډریملاینر الوتکه چې نوي ډیلي ته روانه وه، د احتیاطي تدابیر په توګه بیرته خپل اصلي ځای هانګ کانګ ته ستنه شوه. دا پیښه  وروسته له هغه رامنځته شوه چې پیلوټ د الوتنې په منځ کې د تخنیکي ستونزې شک وکړ.

/ Reuters

د هندوستان د هوايي کرښو اړوند یوې الوتکې په هوا کې د تخینکي ستونزې له امله بیرته هانګ کانګ ته ستنه شوه.

د ایر انډیا بوینګ ۷۸۷-۸ ډریملاینر الوتکه چې نوي ډیلي ته روانه وه، د احتیاطي تدابیر په توګه بیرته خپل اصلي ځای هانګ کانګ ته ستنه شوه. دا پیښه  وروسته له هغه رامنځته شوه چې پیلوټ د الوتنې په منځ کې د تخنیکي ستونزې شک وکړ.

دغه پېښه د دوشنبې په ورځ رامنځته شوه، څو ورځې وروسته له هغې چې د ایر انډیا یوه بله الوتنه چې لندن ته روانه وه او د همدې ډول بوینګ الوتکې څخه یې استفاده کوله، د هند په لویدیځ ښار احمدآباد کې د الوتنې لږ وروسته سقوط وکړ، چې په کې د ۲۴۲ کسانو څخه ۲۴۱ کسان ووژل شول.

د هانګ کانګ څخه د ایر انډیا AI315 الوتنه چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوه، اوس مهال د تخنیکي معایناتو لاندې ده.

د AI315 الوتنه د هانګ کانګ څخه د ماسپښین په ۱۲:۱۶ بجو الوتنه وکړه او د الوتنې د تعقیب معلوماتو له مخې، لږ څه له یوې ساعت وروسته بیرته راستنه شوه.

بوینګ او ایر انډیا د هانګ کانګ-نوي ډیلي الوتنې په اړه د تبصرې کولو نه  سمدستي ډډه کړې ده.