نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ایوریسټ غره په شاوخوا کې د ناڅاپي واورې وریدو د پیلیدو سره یو تن غره ختوونکي ژوند د لاسه ورکړی
چینایي رسنیو راپور ورکړی چې د ټبټ او چینګهای په سیمه کې د ناڅاپي واورې طوفان له امله لږ تر لږه یو غره ختونکی مړ شوی، پداسې حال کې چې د ایورسټ د ختیځو لمنو څخه سلګونه کسان د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې ایستل کېږي.
ایوریسټ غره په شاوخوا کې د ناڅاپي واورې وریدو د پیلیدو سره یو تن غره ختوونکي ژوند د لاسه ورکړی
ایوریسټ غزه په شاوخوا کې د ناڅاپي واورې وریدو د پیلیدو سره یو تن غره ختوونکي ژوند د لاسه ورکړی / AP

ایوریسټ غره په شاوخوا کې د ناڅاپي واورې وریدو د پیلیدو سره یو تن غره ختوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی او د بندو پاتو کسانو لپاره د ژغورنې عملیات پیل شوي دي.

په سیمه کې نږدې ۱۰۰۰ کسان وروسته له هغه بند پاتې شول چې د اونۍ په پای کې ناڅاپه واورې ورېدنې لارې وتړلې.

چینایي رسنیو راپور ورکړی چې د ټبټ او چینګهای په سیمه کې د ناڅاپي واورې طوفان له امله لږ تر لږه یو غره ختونکی مړ شوی، پداسې حال کې چې د ایورسټ د ختیځو لمنو څخه سلګونه کسان د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې ایستل کېږي.

د دولتي خپرونکي سي سي ټي وي په وینا، د یکشنبې په ورځ د چینګهای ولایت د لاوهوګو په سیمه کې یو غره ختونکی د سړې هوا څخه او د لوړوالي ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د ناڅاپي واورې طوفان له امله چې د لاسرسي لارې یې وتړلې او خیمې یې ړنګې کړې، شاوخوا ۱,۰۰۰ کسان په سیمه کې بند پاتې شول.

تر دوشنبې پورې، ۱۳۷ کسان چې روغتیایي نښې یې مستحکم وې په خوندي توګه ایستل شوي، پداسې حال کې چې ۳۵۰ نور غره ختونکي چې د نړۍ تر ټولو لوړ غر د ختیځې لمنې د بیس کمپ د واورې طوفان له امله بند پاتې شوي وو، په خوندي توګه د ژغورنې نقطې ته رسیدلي دي.

سیمه‌ ییزو چارواکو وویل چې له ۲۰۰ نورو کسانو سره هم اړیکه نیول شوې، چې تمه کېږي په خوندي توګه بېرته راستانه شي.

شاوخوا ۳۰۰ ژغورونکي چې د دوه ډرونونو ملاتړ لري، د لاوهوګو په سیمه کې د ژغورنې عملیات ترسره کوي، ځکه دوامداره واورې دا کار "ډېر ستونزمن" کړی دی.

لاوهوګو په ۴,۰۰۰ مترو (۱۳,۰۰۰ فوټو) لوړوالي کې موقعیت لري.

په ټبټ کې د ایورسټ د ختیځو لمنو سلګونه نور غره ختونکي هم د اونۍ په پای کې بند پاتې وو.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ