نوې سوریه
3 د لوستلو موده (...) دقیقې
د امریکا لخوا پر سوریې د لګیدولو بندیزونو د لرې کولو د پریکړې نه په سوریه کې تود هرکلی وشو
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا  پر سوریې د  لګېدلو بندیزونو د لرې کولو پریکړه "یو مهم بدلون" وباله.
د امریکا لخوا پر سوریې د لګیدولو بندیزونو د لرې کولو د پریکړې نه په سوریه کې تود هرکلی وشو
/ AP
14 می 2025

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د سه شنبې په ورځ د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) ته وویل: "موږ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د سوریې پر وړاندې لګېدلي بندیزونه لرې کوي، هرکلی کوو. دا بندیزونه د اسد رژیم لخوا د جنګي جرمونو په ځواب کې لګول شوي وو."

الشیباني دا پرېکړه د سوریې خلکو لپاره "یو مهم بدلون" وباله او زیاته یې کړه: "موږ د ثبات، ځان بسیاینې او د کلونو جګړې وروسته د ریښتینې بیا رغونې پر لور روان یو."

هغه زیاته کړه: "موږ دا اعلان په ډېر مثبت نظر ګورو او چمتو یو چې له امریکا سره د متقابل احترام، باور او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې جوړې کړو."

الشیباني وویل چې ټرمپ "د تاریخي سولې تړون د ترلاسه کولو وړتیا لري او د امریکا ګټو لپاره په سوریه کې ریښتینی بری ترلاسه کولی شي." هغه زیاته کړه: "ټرمپ د سوریې خلکو لپاره تر خپلو مخکینیو ولسمشرانو ډېر څه کړي دي، کومو چې جنګي مجرمینو ته اجازه ورکړه چې سرې کرښې ماتې کړي او عام وژنې ترسره کړي."

له دې وړاندې په ریاض کې ټرمپ وویل چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو سیمه ییزو مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته به پر سوریه لګېدلي "سخت او ځپونکي" بندیزونه لرې کړي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په ریاض کې د پانګونې په یوه فورم کې وویل: "د سوریې وضعیت سعودي عربستان د  ولیعهد او همدارنګه د تورکیې ولسمشر اردوغان سره تر خبرو وروسته، چې څو ورځې وړاندې یې ما ته ورته غوښتنه وکړه، او د منځني ختیځ د هغو دوستانو سره چې زه یې ډېر درناوی کوم، پرېکړه مې وکړه چې پر سوریه بندیزونه پای ته ورسوم ترڅو هغوی ته د پرمختګ چانس ورکړم."

د "پرمختګ چانس"

ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د سعودي-امریکا د پانګونې فورم په ترڅ کې وویل چې هغه به پر سوریه لګېدلي "سخت او ځپونکي" بندیزونه لرې کړي ترڅو دې هېواد ته د پرمختګ چانس ورکړي.

د ټرمپ د دې اعلان وروسته د سوریې په ډیری ښارونو کې، په ځانګړې توګه په پلازمېنه دمشق کې، د خلکو خوشحالۍ او جشنونه ترسره شول.

په همدې حال کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سه شنبې په ورځ ریاض ته ورسېد، تمه کیږي چې احمد الشرع د ټرمپ سره لیدنه وکړي.

ټرمپ د ورځې په لومړیو کې سعودي عربستان ته ورسېد، چې د خلیج په هېوادونو کې به قطر او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي. دا د هغه د دویمې دورې د ولسمشرۍ لومړنی لوی نړیوال سفر دی، پرته له دې چې د پاپ فرانسس د جنازې لپاره ایټالیا ته لنډ سفر کړی و.

د سوریې نوې اداره د نړیوالو او سیمه ییزو پراخو ملاتړ غوښتنه کوي ترڅو هېواد د بشار الاسد د واکمنۍ له میراث څخه راووځي.

د رژیم له پرځېدو وروسته، انتقالي حکومت ټینګار کړی چې موجوده امریکایي او اروپایي اتحادیې بندیزونه د بیا رغونې هڅې خنډوي.

که څه هم امریکا او اروپایي اتحادیې په تېرو کې په ځانګړو برخو کې ځینې بندیزونه نرم کړي دي، خو دا به د ۲۰۱۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د بندیزونو بشپړ لرې کول وي.

اسد، چې نږدې ۲۵ کاله یې په سوریه واکمني وکړه، په ډسمبر کې روسیې ته وتښتېد، چې د بعث ګوند د ۱۹۶۳ کال راهیسې د واک اوږدمهاله نیونه پای ته ورسوله.

وپلټۍ
د بیلاروس نه پولنډ ته د مځکې لاندې کیندل شوی یو تونل کشف شو
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو پر پوستې برید شوی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکمنستان کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان: تورکیه د خپل تاریخي مسؤلیت له مخې سولې او خبرو اترو ته ژمنه ده
د افغان معیوب د جرابو فابریکه معلولیت لرونکو کارګرانو ته د کار په ورکولو سره هیله بښي
جاپان شمال ختیځې سیمې یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزولې
ټرمپ وايي چې اروپایان اوس هغه د خپل مشر په توګه ګوري
امریکا او جاپان ګډ هوايي تمرینونه ترسره کړل
د میانمار د پوځي حکومت  لخوا په یو روغتون په هوايي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي
د تورکیې په مرستو بار د ښېګڼې ۲۴م اورګاډی افغانستان ته ورسید
ملګرو ملتونو له ایران سره پر افغان پوله خپل کارونه په جزوي توګه بیا پیل کړل
د ایران په سویل ختیځ کې د وسله والو په برید کې د سپاه پاسداران درې غړي ووژل شول
اسرائیلو او بولیویا د غزې د نسل وژنې له امله له دوه کلن ځنډ وروسته ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړې
د تورکیې ولسمشر:د بشري حقونو نړیوال ارزښتونه په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له امله 'سخت زیانمن شوي
د جرمني لومړي وزیر امریکا نوې ستراتیژي 'د نه منلو وړ' بللې او د اروپا د لا خپلواکۍ غوښتنه یې وکړه