فیدان: تورکیه به راتلونکې اونۍ د اوربند په اړه د نویو اندېښنو په منځ کې د غزې د خبرو کوربه وي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي چې انقرې د شرم الشیخ اعلامیې له مخې یو مهم مسؤلیت په غاړه اخیستی او له نړیوالو شریکانو سره کار کوي ترڅو په غزه کې اوربند دایمي کړي.
فیدان: تورکیه به راتلونکې اونۍ د اوربند په اړه د نویو اندېښنو په منځ کې د غزې د خبرو کوربه وي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي چې انقرې د شرم الشیخ اعلامیې له مخې یو مهم مسؤلیت په غاړه اخیستی او له نړیوالو شریکانو سره کار کوي ترڅو په غزه کې اوربند دایمي کړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د جمعې په ورځ وویل، د ځینو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې غونډه وکړي ترڅو د غزې د اوربند او هلته د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي، او اندېښنه یې څرګنده کړه چې ایا اوربند به دوام وکړي که نه.
فیدان په انقره کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دې غونډه کې به د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم شامل وي چې د سپټمبر په میاشت کې یې په نیویارک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په یوه غونډه کې ګډون کړی و.
په هغه غونډه کې، چې د غزې د وضعیت په اړه د خبرو لپاره جوړه شوې وه، د تورکیې، قطر، سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو، اردن، پاکستان او اندونیزیا استازو ګډون کړی و.
فیدان وویل: "هغه موضوعات چې اوسمهال پرې بحث روان دی، دا دي چې څنګه دویم پړاو، یعنی د ثبات ځواک، ته لاړ شو."
وزیر په غزه کې د اسرائیلو له خوا د اوربند سرغړونو ته په اشارې سره وویل: "(د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین) نتنیاهو په ښکاره توګه د ټولې نړۍ پر وړاندې د اوربند ماتولو او د نسل وژنې د بیا پیلولو لپاره پلمې لټوي. دا روښانه ده.
د دایمي سولې لپاره د هیلې د ساتلو او د سیمه ییز امنیت د تامین په خاطر، اسرائیل باید پر اوربند ژمن پاتې شي."
فیدان وویل چې تورکیې د شرم الشیخ اعلامیې په لاسلیکولو سره یو مهم مسؤلیت په غاړه اخیستی او زیاته یې کړه چې انقره له ټولو اړوندو هېوادونو سره په نږدې اړیکه او همغږۍ کې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې اوربند دایمي شي.
هغه ټینګار وکړ چې دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې اسرائیلو ته اړین پیغامونه ورسوي. "غزې ته زموږ بشري مرستې هم له ځنډ پرته دوام لري.
زموږ د روغتیا وزارت، د ناورین او بیړنیو حالاتو اداره او ترکي سرې میاشتې چارواکي په رفح کې د مرستې هڅې ترسره کوي. زموږ د بشري مرستو کښتۍ چې ۹۰۰ ټنه توکي په کې بار وو، د اکتوبر په ۱۷مه د مصر العریش بندر ته ورسېده، او د راتلونکي بشري ماموریت لپاره چمتووالی به انشاالله ژر بشپړ شي."
هغه زیاته کړه چې تورکیې لا دمخه د فلسطیني وروڼو او خویندو د درملنې لپاره هېواد ته د راوستلو لپاره ټولې شته وسیلې په کار اچولي دي. "موږ به د غزې د بیارغونې لپاره هر هغه څه وکړو چې زموږ په وس کې وي، او موږ باور لرو چې د صبر او پیوستون له لارې به غزه بیا پر پښو ودرېږي."
'تورکیه د استونیا لپاره مهم او پیاوړی ملګری دی'
له فیدان سره تر لیدنې وروسته په همدې خبري کنفرانس کې د استونیا د بهرنیو چارو وزیر مارګوس څاکنا وویل چې "په غزه کې بشري وضعیت واقعاً ناورین دی" او زیاته یې کړه چې "پر اسرائیلو باید د پام وړ فشار راوړل شي."
په غزه کې د اوربند او د بندیانو د خوشې کولو روانې پروسې ته په اشارې، څاکنا وویل چې استونیا په دوامداره توګه د دوه دولتي حل لارې ملاتړ کړی، او یادونه یې وکړه چې تالین (د استونیا پلازمېنه) د فلسطین اړوند د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو ملاتړ کوي او د نیویارک اعلامیې یو اړخ دی.
څاکنا ټینګار وکړ چې استونیا د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) او نورو سازمانونو له لارې غزې ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه چې په غزه کې د سولې د هڅو د پایښت لپاره، د تورکیې ترڅنګ نور هېوادونه هم باید فشارونو ته دوام ورکړي.
څاکنا همدارنګه د تورکیې د جمهوریت ورځې په مناسبت دغه هېواد ته مبارکي وویله، او ټینګار یې وکړ چې تورکیه د استونیا لپاره یو مهم او پیاوړی ملګری دی او دوه اړخیزې اړیکې په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دي.
فیدان دا هم په ګوته کړه چې د استونیا له بهرنیو چارو وزیر سره یې خبرو د دوه اړخیزو همکاریو او دوستۍ د ژورولو لپاره د دواړو هېوادونو ګډه ژمنتیا نوره هم پیاوړې کړه، او زیاته یې کړه چې دوی د ناټو پر همکاریو، یورو-اتلانتیک امنیت او اروپايي ټولنې ته د تورکیې د غړیتوب پر پروسې هم خبرې وکړې.