چین د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د بریالي منځګړیتوب له امله د تورکیې او قطر ستاینه وکړه
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون په بېجینګ کې خبریالانو ته وویل: "پاکستان او افغانستان دواړه د چین دودیز او دوستانه ګاونډیان دي، او دا دواړه هېوادونه به د تل لپاره یو د بل ګاونډیان پاتې شي."
چین د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د بریالي منځګړیتوب له امله د تورکیې او قطر ستاینه وکړه
له څو ورځو سرحدي کړکېچ وروسته، اسلام اباد او کابل د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د خبرو پر مهال پر اوربند هوکړه وکړه
چین د دوشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په بریالي منځګړیتوب کې د تورکیې او قطر د رول ستاینه وکړه.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون په بېجینګ کې خبریالانو ته وویل: "پاکستان او افغانستان دواړه د چین دودیز او دوستانه ګاونډیان دي، او دا دواړه هېوادونه به د تل لپاره یو د بل ګاونډیان پاتې شي."
هغه د تورکیې او قطر منځګړیتوب ته په اشارې وویل: "چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند هرکلی کوي او د اړوندو هېوادونو د ونډې ستاینه کوي."
اسلام اباد او کابل د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر او تورکیې په منځګړیتوب د خبرو پر مهال پر فوري اوربند هوکړه وکړه. دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ له څو ورځو خونړي سرحدي کړکېچ وروسته رامنځته شوه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفصیلي خبرو بل پړاو به د اکتوبر پر ۲۵مه په استانبول کې ترسره شي.
ویاند، ګوو وویل، چین "د زړه له کومې هیله لري" چې پاکستان او افغانستان "خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي، او د دواړو هېوادونو او سیمې د سولې او ثبات لپاره یو دایمي اوربند ټینګ کړي."
هغه زیاته کړه: "چین چمتو دی چې د دواړو هېوادونو (د اړیکو) د ښه والي او پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي."