نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د کروشیا ولسمشر له اسرائیل سره د پوځي همکاريو د هر څه ژر ځنډولو امر وکړ
د کروشیا ولسمشر، زوران میلانوویچ، اعلان وکړ چې د اسرائیلي پوځ له خوا د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د سرغړونو له امله یې د کروشیا د وسله والو ځواکونو (OSRH) او اسرائیلي پوځ ترمنځ ټولې همکارۍ ځنډولې دي.
د کروشیا ولسمشر له اسرائیل سره د  پوځي همکاريو د هر څه ژر ځنډولو امر وکړ
د کروشیا ولسمشر له اسرائیل سره د پوځي همکاريو د هر څه ژر ځنډولو امر وکړ / Reuters

میلانوویچ د دوشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل چې "د اسرائیلي پوځ د نه منلو وړ چلند او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د ټولو نورمونو د بې ساري سرغړونې له امله" یې لا د تېر کال په مې میاشت کې "د کروشیا د وسله والو ځواکونو او اسرائیلي پوځ ترمنځ د ټولو همکاریو د پای ته رسولو امر کړی و."

هغه زیاته کړه چې په ورته وخت کې یې د کروشیا پر حکومت غږ کړی و چې "له اسرائیل سره د وسلو او پوځي تجهیزاتو هر ډول سوداګري ودروي."

د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د دفاع وزیر ایوان انوشیچ د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته په رسمي سفر تللی او هلته یې د اسرائیلي دفاعي شرکتونو له استازو او د اسرائیل د دفاع وزارت د نړیوالو دفاعي همکاریو له چارواکو سره وکتل.

میلانوویچ ټینګار وکړ چې د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه، یو ځل بیا اعلانوي چې "د کروشیا وسله وال ځواکونه به نه اوس او نه په راتلونکي کې په هیڅ ډول له اسرائیلي پوځ سره همکاري ونه کړي." هغه زیاته کړه چې د کروشیا جمهوریت ته د "هر ډول زیان د مخنیوي لپاره"، د وسله والو ځواکونو غړي به "د اسرائیلي پوځ یا دفاعي صنعت سره په هیڅ ډول تړون، قرارداد یا هوکړه کې برخه وانخلي."

د حکومت او دفاع وزیر غبرګون

د ولسمشر د څرګندونو سره سره، د دفاع وزیر ایوان انوشیچ په تل ابیب کې له خپل اسرائیلي سیال، اسرائیل کاتز، سره وکتل او د "دواړو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا" او د کروشیا او اسرائیل د دفاعي صنعتونو ترمنځ پر نږدې اړیکو یې خبرې وکړې.

انوشیچ په ځانګړې توګه د پرمختللو اسرائیلي ټکنالوژیو، لکه د "ټرافي فعال محافظتي سیسټم" په اړه د تجربو او پوهې پر تبادلې ټینګار وکړ، کوم چې د جرمني لیوپارډ ۲ اې ۸ ټانکونو یوه برخه ده چې کروشیا یې اخلي. هغه وویل: "له اسرائیلي صنعت سره د همکارۍ لپاره لوی ظرفیت شتون لري، او د دفاع وزارت به یې د خپلو وسله والو ځواکونو او د کروشیا د امنیت په ګټه پراختیا ته دوام ورکړي."

د کروشیا لومړي وزیر، اندري پلینکوویچ، د ولسمشر نیوکې رد کړې او ویې ویل چې انوشیچ د یوه سیاستوال په توګه اسرائیل ته سفر کړی، نه د یوه سرتېري په توګه. هغه وویل: "له همدې امله ولسمشر دا واک نه لري چې دولتي وزیرانو ته امر وکړي چې کوم ځای ته سفر وکړي. د دفاعي صنعت په برخه کې همکاري هم د هغه تر واک لاندې نه راځي."

که څه هم د کروشیا ولسمشر د وسله والو ځواکونو اعلی سرقومندان دی، خو نشي کولی په یوازې ځان د ټولو پوځي چارو پرېکړه وکړي، ځکه چې بهرنۍ پوځي همکارۍ او د وسلو تدارکات د حکومت له خوا پرمخ وړل کیږي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.