د غزې جګړه
4 د لوستلو دقیقې
د غزې د مرستو پر کاروان د اسرائیلو برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي
فلسطیني ډلو، د ملګرو ملتونو کارپوهانو او اروپايي حکومتونو په نړیوالو اوبو کې د "ګلوبل صمود" په نوم د بېړیو پر کاروان برید غندلی دی.
د غزې د مرستو پر کاروان د اسرائیلو برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي
د غزې د مرستو پر کاروان د اسرائیلو برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي / AP

د غزې د مرستو پر کاروان د اسرائیلو د برید په وړاندې نړیواله غندنه، حماس دا برید "سمندري ډاړه ماري او ترهګري" وبلله
فلسطیني ډلو، د ملګرو ملتونو کارپوهانو او اروپايي حکومتونو په نړیوالو اوبو کې د "ګلوبل صمود" په نوم د بېړیو پر کاروان برید غندلی دی.
حماس ډلې د غزې پر لور روان "ګلوبل صمود" کاروان د اسرائیلو له لوري مخنیوی "د ملکي وګړو پر وړاندې د سمندري داړه مارۍ او ترهګرۍ جنایت" بللی او "په نړۍ کې د ازادۍ له ټولو مدافعینو" یې غوښتي چې دا برید وغندي.

دغې ډلې ویلي، په نړیوالو اوبو کې د کاروان مخنیوی او د فعالانو او خبریالانو نیول "یو غدارانه او تېری کوونکی عمل" دی چې د اسرائیلو له لوري د "ترسره شویو جرمونو تور ریکارډ نور هم زیاتوي."

په ټوله اروپا کې حکومتونو اندېښنه څرګنده کړه.

فرانسې پر اسرائیلو غږ وکړ چې "د ګډونوالو خوندیتوب تضمین کړي او هغوی ته قونسلګرۍ ملاتړ برابر کړي."

سویس وویل، د دغه کاروان پر وړاندې هر ډول اقدام "باید د اړتیا او تناسب له اصولو سره سم وي او په ورته وخت کې د سپرو کسانو خوندیتوب ډاډمن کړي."

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو د سمندري ځواکونو دا عمل، "ترهګریز عمل" بللی، "په کلکو ټکو" وغانده.

اسپانیا وویل چې وضعیت له نږدې څاري او په سیمه کې یې قونسلګرۍ "تیارسی" دي.

بلجیم پر اسرائیلو غږ وکړ چې "نړیوالو قوانینو، په ځانګړې توګه سمندري قانون ته درناوی وکړي او د کاروان د کښتیو ساتنه وکړي."

ایرلینډ دا مخنیوی "د اندېښنې وړ" وباله.

د ایرلینډ ولسمشر مایکل هیګینز له دې هم وړاندې لاړ او د اسرائیلو برید او په غزه کې د سړکونو تړل یې "د ټولې نړۍ لپاره د خطر زنګ" وباله.
هغه خبرداری ورکړ چې د فعالانو خوندیتوب "د ټولو ملتونو لپاره د اندېښنې وړ دی" او دا پېښه یې په غزه کې د "نسل وژنې له پالیسیو" سره وتړله.

د فلسطین اسلامي جهاد ډلې هم ورته بیانیه خپره کړه او دا برید یې "سمندري ډاړه ماري او له نړیوالو او بشردوستانه تړونونو ښکاره سرغړونه" وبلله او اسرائیل یې په کښتیو کې د "سپرو کسانو د خوندیتوب بشپړ مسؤل" وګڼل.

نړیواله غندنه

په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، فرانسیسکا البانیز، وویل چې د کاروان د فعالانو نیول "غیرقانوني" دي او لوېدیځ حکومتونه یې په دې کار کې په لاس لرلو تورن کړل.

د اروپایي پارلمان غړو هم غبرګون وښود.
د ایټالیا استازي او د اروپايي پارلمان غړي، برانډو بنیفي، دا مخنیوی "غیرقانوني او یو جنایي عمل" وباله او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د دې کاروان ساتنه کړې وای.

د سویلي امریکا غبرګون

له سویلي امریکا څخه هم غندنې وشوې.
د کولمبیا
ولسمشر ګوستاوو پیټرو د دوو کولمبیایي وګړو له نیول کېدو وروسته د اسرائیلو دیپلوماتیک پلاوی وشاړه او دا برید یې د قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له خوا "یو نوی نړیوال جنایت" وباله.

برازیل په کښتۍ کې د خپلو ۱۵ وګړو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، په داسې حال کې چې وینزویلا دا مخنیوی "یو ډارن عمل او ډاړه ماري" وبلله.

یوروګوای "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه، او د بولیویا ولسمشر لویس ارس دا برید "له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه" وبلله.

چیلي په کاروان کې د خپلو وګړو ملاتړ تایید کړ او اسرائیل یې د هغوی د خوندیتوب مسؤل وګڼل.

اسیا

اسیایي هېوادونو هم د اسرائیلو د وروستي برید په غندنه کې خپل غږ پورته کړ.
د پاکستان
لومړي وزیر شهباز شریف هم دا برید "په کلکه" وغانده او وحشیانه یې وباله، او ویې ویل چې سولې ته باید فرصت ورکړل شي او بشري مرستې باید اړمنو خلکو ته ورسېږي.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم خبرداری ورکړ چې هېواد به یې د تل ابیب د ځواب ویلو لپاره ټول قانوني اقدامات وکړي، په ځانګړې توګه کله چې د دوی وګړي په کې ښکېل وي.

د "ګلوبل صمود" په نوم د بېړیو کاروان، چې بشري مرستې او طبي توکي یې لېږدول، د اګست په پای کې روان شوی و او تمه کېده چې په عادي شرایطو کې به د غزې سواحلو ته ورسېږي. دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوی ماموریت و، چې په ۵۰ بېړیو کې له ۴۵ څخه د زیاتو هېوادونو ۵۰۰ فعالان سپاره وو.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"