نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
انګلستان د سوریې د حکومت او  YPG ترهګرې ډلې منځ د اوربند د تړون هرکلی وکړ
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د یکشنبې په ورځ د اوربند او په دولتي ادارو کې د YPG د بشپړ ادغام لپاره د یوه تړون اعلان وکړ.
انګلستان د سوریې د حکومت او  YPG ترهګرې ډلې منځ د اوربند د تړون هرکلی وکړ
انګلستان د سوریې د حکومت او  YPG ترهګرې ډلې منځ د اوربند د تړون هرکلی وکړ / AA

انګلستان د سوریې د حکومت او  YPG ترهګرې ډلې منځ د اوربند د تړون هرکلی وکړ

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د یکشنبې په ورځ د اوربند او په دولتي ادارو کې د YPG د بشپړ ادغام لپاره د یوه تړون اعلان وکړ.

بریتانیا د سوریې د حکومت او د YPG ترهګرې ډلې ترمنځ د اوربند تړون هرکلی کړی دی.

د منځني ختیځ لپاره د بریتانیا وزیر، هیمش فالکنر، د دوشنبې په ورځ پر ایکس (X) ولیکل: «بریتانیا د شمالي سوریې په اړه د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند راپورونو هرکلی کوي. ټول لوري باید دغه تړون مراعات کړي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د تل لپاره جګړې پای ته ورسوي.»

د یکشنبې په ماښام، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د اوربند اعلان وکړ او د YPG د بشپړ ادغام لپاره یې له دولتي بنسټونو سره د یوې موافقې خبر ورکړ.

د تړون له مخې، YPG به خپل ځواکونه د فرات سیند ختیځ ته وباسي او د رقه او دیرالزور ولایتونو اداري او امنیتي کنټرول به د سوریې دولت ته وسپاري.

دغه تړون همدارنګه د انفرادي امنیتي ارزونو وروسته د YPG د غړو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د ادغام، او هم د سرحدي لارو، د تېلو او ګازو د ساحو، او ملکي بنسټونو د حکومت تر کنټرول لاندې د سپارلو زمینه برابروي.

دا اعلان د سوریې د پوځ له لوري د پیل شوې پوځي عملیاتو وروسته وشو، چې له لارې یې د سوریې پوځ په ختیځ او شمال ختیځ سوریه کې پراخې سیمې بېرته ونیولې، وروسته له هغه چې د YPG ترهګرې ډلې نږدې یو کال وړاندې له دمشق سره د لاسلیک شوو پخوانیو تړونونو پرله‌پسې سرغړونې کړې وې.

وپلټۍ
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»
د امریکا یوه قاضي د ناقانونه مهاجرینو پر وړاندې د حکومت ۱.۸ میلیون ډالري نغدي جزا وځنډوله.
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.