نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د فلیپین ولسمشر مارکوس د اسلامي دتدفین قانون توشیح کړ
د قانون له مخې هر څوک چې د مسلمان د مړي د تدفین پر وړاندې خنډ جوړوي د یوې نه تر شپږو میاشتو بند او نقذي سزا به محکوم شي.
د فلیپین ولسمشر مارکوس د اسلامي دتدفین قانون توشیح کړ
/ Others

د فلپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیئر په هیواد کې فلپیني مسلمانان د اسلامي دودونو سره سم د سمدستي او مناسب تدفین اړوند قانون توشیح کړ.

د فلپین د ځايي رسنیو د خبر له مخې د فلپین د اسلامي تدفین قانون د اپرېل په ۱۱مه لاسلیک شوی و او د دوشنبې په ورځ د رسمي جریدې  په وېبپاڼه کې خپور شو، د انکوایرر نیټ د راپور له مخې د دې نوي قانون له مخې، تدفین باید ژر تر ژره ترسره شي، حتی که د مړینې سند شتون ونه لري.

خو قانون دا شرط لګوي چې هغه څوک چې د تدفین مراسم ترسره کوي یا د مړي نږدې خپلوان باید د مړینې راپور د ۱۴ ورځو دننه سیمه ییز روغتیا افسر ته ورکړي، چې د مړینې علت تایید کړي او د مړینې سند صادر کړي.

د قانون په وینا، "د اسلامي دودونو سره سم د تدفین لپاره، د مسلمان مړی باید د ۲۴ ساعتونو دننه د روغتون، طبي کلینیک، جنازې ځای، مرده خانې، توقیف ځایونو یا نورو ورته ځایونو څخه خوشې شي، یا د هغو کسانو لخوا چې د مړي په ساتنه کې دي."

دغه قانون هغه کسان چې د مسلمان مړي د روغتون یا جنازې ځای د بې ځایه او ناحقه فیسونو یا نورو غیر موجه دلایلو له امله انکار کوي، د یو څخه تر شپږو میاشتو بند، د ۵۰,۰۰۰ څخه تر ۱۰۰,۰۰۰ فلپیني پیسو (۸۸۲ څخه تر ۱,۷۶۴ ډالرو) جریمه، یا دواړو سره مجازات کوي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ