نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د سوډان په الفشر کې د بې ځایه شویو کسانو په پخلنځیو باندې د چټک غبرګون ځواکونو  لخوا برید شوی
د سوډان د مرستې کمیټې ویلي دي چې د لویدیځ سوډان په الفشر کې د بې ځایه شویو پر یوه مرکز د توپونو په ډزو کې لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي، او د نیمه پوځي د چټک غبرګون ځواکونه یې د برید په ترسره کولو تورن کړی دی.
د سوډان په الفشر کې د بې ځایه شویو کسانو په پخلنځیو باندې د چټک غبرګون ځواکونو  لخوا برید شوی
سوډان / Reuters

د سوډان په الفشر کې د بې ځایه شویو کسانو په پخلنځیو باندې د د چټک غبرګون ځواکونو  په برید کې لږترلږه شپږ کسان ووژل شول.

پخلنځي، چې په سیمه کې د "تکایا" په نوم پېژندل کېږي، ګډ تاسیسات دي چې د الفشر او نورو د جګړې سیمو اوسېدونکو او بې ځایه شوو خلکو ته خواړه برابروي.

د سوډان د مرستې کمیټې ویلي دي چې د لویدیځ سوډان په الفشر کې د بې ځایه شویو پر یوه مرکز د توپونو په ډزو کې لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي، او د نیمه پوځي د چټک غبرګون ځواکونه یې د برید په ترسره کولو تورن کړی دی.

د الفشر مقاومت همغږۍ، چې یوه بنسټیزه کمیټه ده، د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "نن، چټک غبرګون ځواکونو  په الفشر کې د خوراکي توکو پر پخلنځیو بمباري وکړه، چې شپږ ملکي وګړي یې ووژل او له ۲۴ څخه ډیر نور یې ټپیان کړل."

«په بیان کې زیات شوي دي، حتی هغه پخلنځي چې د بې وزلو او وږو لپاره د پناه ځای په توګه کارول کېدل هم د چټک غبرګون  له بمبارۍ خوندي پاتې نه شول. دیګونه مات پراته وو او خواړه پر ځمکه خپاره شوي وو، لکه جګړه چې د کمزورو او وږو پر وړاندې اعلان شوې وي».

پخلنځي ــ چې په سیمه کې د "تکایا" په نوم پېژندل کېږي ــ ګډ تاسیسات دي چې د الفشر او نورو د جګړې سیمو اوسېدونکو او بې ځایه شوو خلکو ته خواړه برابروي، او د رضاکارانو لخوا پرمخ وړل کېږي او د خیریه او بشري سازمانونو لخوا ملاتړ کیږي.

د دارفور د سیمې والي میني ارکو مناوي ویلي چې د چټک غبرګون  ملېشو له خوا په الفشر کې د بې ځایه شوو او د پناه پر یوه مرکز برید «نوې جرم ده چې د وسلوالو ملکي وګړو پر وړاندې د دوی د وینې ډک ریکارډ سره اضافه شوی دی.»

هغه پر فېسبوک لیکلي: «دا غدارانه برید چې د بې ځایه شوو میرمنو، ماشومانو او مشرانو په نښه کول یې هدف و، په ښکاره توګه ښيي چې دا ملیشه د جګړه مار او ملکي تر منځ هېڅ توپیر نه کوي.»

مناوي دغه «جنایي عمل وغنده، چې د نړیوال بشري قانون ښکاره سرغړونه ده»، او د بشري حقونو له سازمانونو یې غوښتنه وکړه چې د الفشر د خلکو د ژغورلو لپاره بېړنۍ مداخله وکړي.

له مې ۲۰۲۴ کال راهیسې، الفشر د سوډاني وسله ‌والو ځواکونو او چټک غبرګون  تر منځ د سختو جګړو شاهد پاتې شوی دی، سره له دې چې نړیوالو په دغه ښار کې د تاوتریخوالي د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی و، کوم چې د دارفور د پنځو ایالتونو لپاره د یوه مهم بشري مرستندوی مرکز په توګه فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو او چارواکو په وینا، له اپرېل ۲۰۲۳ کال راهیسې د سوډاني پوځ او چټک غبرګون  تر منځ نښتو د ۲۰ زرو څخه د ډېرو خلکو ژوند اخیستی او ۱۵ میلیونه یې بې ځایه کړي دي، په داسې حال کې چې د امریکایي پوهنتونونو یوې څېړنې د مړو شمېر شاوخوا ۱۳۰ زره تنه اټکل کړی دی.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله