نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د ورځنیو مسایلو په اړه د هغوی پوښتنې ځواب کړې.
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري


د کرملین ویاند ډیمیتري پیسکوف وویل چې اوکراین پر نړیوالو انرژۍ زیربناوو د بریدونو له لارې د "ترهګریزو کړنو" تمایل ښودلی دی.
پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د ورځنیو مسایلو په اړه د هغوی پوښتنې ځواب کړې.

نوموړي د نړیوالې انرژۍ سیسټم پر وړاندې د اوکراین د حکومت "تېري" ته په اشارې سره وویل: "زموږ په باور د کیف رژیم په دوامداره توګه د انرژۍ د مهمو نړیوالو تاسیساتو پر وړاندې ترهګریزو کړنو ته خپل تمایل ښودلی او موږ دا یو ډېر خطرناک کار بولو."

پیسکوف زیاته کړه چې دوی تورکیې ته د شین جریان او 'ترک جریان نللیکو پورې اړوند انرژۍ زیربناوو ته د متوجه خطرونو په اړه معلومات ورکړي دي. هغه همداراز پر تېلي ټانکرونو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه د "ترهګریزو فعالیتونو" په توګه یاد کړل.

پیسکوف وویل چې دوی د دغو بریدونو د پایلو او زیانونو د کمولو لپاره اړین تدابیر نیولي دي.

د روسیې د انرژۍ شرکت 'ګازپروم' نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د 'شین جریان' نللیکې له لارې د ګازو په لېږد کې کارېدونکی د 'کراسنودارسکایا' کمپرسور سټیشن د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوی دی.

 

 

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي