منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د ایران نوي ستر رهبر په خپله لومړۍ عامه وینا کې د هرمز تنګي د تړلو ساتلو هوډ څرګند کړ
د ایران نوي ټاکل شوي ستر رهبر مجتبی خامنه يي اعلان کړی چې د هرمز ستراتیژیک تنګی باید تړلی پاتې شي. هغه دا اقدام د امریکا او اسرائیلو د روانو پوځي بریدونو په غبرګون کې یو غچ اخیستونکی ګام بللی دی.
د ایران نوي ستر رهبر په خپله لومړۍ عامه وینا کې د هرمز تنګي د تړلو ساتلو هوډ څرګند کړ
د ایران نوي ستر رهبر په خپله لومړۍ عامه وینا کې د هرمز تنګي د تړلو ساتلو هوډ څرګند کړ / Reuters


"مجتبی خامنه يي د دښمنانو پر وړاندې د نویو جبهو د پرانیستلو خبرداری ورکړ؛ په داسې حال کې چې تهران د غچ اخیستو ژمنه کوي او د سیمې د 'مقاومت' ډلې ستايي.

د ایران نوي ټاکل شوي ستر رهبر مجتبی خامنه يي اعلان کړی چې د هرمز ستراتیژیک تنګی باید تړلی پاتې شي. هغه دا اقدام د امریکا او اسرائیلو د روانو پوځي بریدونو په غبرګون کې یو غچ اخیستونکی ګام بللی دی.

د خپل پلار علي خامنه يي له مړینې وروسته د رهبرۍ د مقام له سمبالولو راهیسې، په خپل لومړي عامه پیغام کې مجتبی د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران ولس د خپلو مخالفانو پر وړاندې د 'اغېزمنې او پښېمانوونکې دفاع' د دوام غوښتنه کوي.

هغه اشاره وکړه چې ایران په جګړه کې د نورو جبهو پر پرانیستلو غور کوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې مخالفین یې 'کمه تجربه لري او هلته ډېر زیانمن کېدای شي.' هغه وویل چې که جګړه دوام ومومي، دا ډول اقدامات د ایران د ملي ګټو په پام کې نیولو سره فعالېدای شي.

د سیمه ییزو متحدینو ستاینه
نوي رهبر د دښمن د پرمختګونو د درولو په خاطر د ایران د پوځي ځواکونو ستاینه وکړه او دغه راز یې په ټوله سیمه کې د 'مقاومت' متحدې ډلې وستایلې، چې په کې په غزه، یمن او عراق کې جنګیالي او د لبنان حزب الله ډله شامله ده.

هغه همدارنګه له خپلو پلویانو وغوښتل چې د قدس ورځې په راتلونکو لاریونونو کې په پراخه کچه ګډون وکړي ترڅو د اسراییلو پر وړاندې مقاومت وښيي. هغه وویل، تهران به په دې جګړه کې د وژل شویو ایرانیانو د 'وینو غچ' واخلي.

په ټوله سیمه کې د جګړې سختېدل
وروسته له هغه چې متحده ایالاتو او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل، په منځني ختیځ کې کړکېچ خورا زیات شوی دی. ایراني چارواکي وايي په دغو بریدونو کې د پخواني ستر رهبر علي خامنه يي او له ۱۵۰ څخه د زیاتو ښوونځیو د زده کوونکو په ګډون له ۱۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰ زرو ډېر نور ټپیان دي.

ایران د دې بریدونو په ځواب کې پر اسرائیلو او هغو هېوادونو چې د امریکا پوځي تجهیزات په کې دي، لکه اردن، عراق او د خلیج یو شمېر هېوادونه، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) پراخ بریدونه کړي دي. د جګړې له پیل راهیسې اته تنه امریکايي پوځیان هم وژل شوي دي."

 

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی