د تورکیې دفاع وزارت د هېواد د هوايي دفاع پر اغېزمنتوب ټینګار کوي
د تورکیې دفاع وزارت وايي، وروسته له هغې چې د تورې بحیرې پر سر یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتل شوه، د تورکیې د هوايي حریم کنټرول د شپې او ورځې په ۲۴ ساعتونو کې تامین دی.
د تورکیې دفاع وزارت د هېواد د هوايي دفاع پر اغېزمنتوب ټینګار کوي
د تورکیې دفاع وزارت وايي، وروسته له هغې چې د تورې بحیرې پر سر یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتل شوه، د تورکیې د هوايي حریم کنټرول د شپې او ورځې په ۲۴ ساعتونو کې تامین دی.
د تورکیې دفاع وزارت وروسته له هغې چې د تورې بحیرې پر سر یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتل شوه، د خپل هېواد د هوايي دفاعي سیسټمونو پر اغېزمنتوب ټینګار کړی دی.
وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل: "داسې ارزول شوې چې بې پیلوټه الوتکه د ویشتل کیدو نه وروسته په ډېرو کوچنیو ټوټو وېشل شوې او په پراخه سیمه کې خپره شوې ده. دا کار پر ځمکه د هغې د پاتې شونو پېژندل د یوې سالمې یا بشپړې ټوټې په توګه ستونزمنوي."
د وزارت په وینا، د تورکیې د هوايي حریم کنټرول "د یو څو پوړیز او مدغم جوړښت له لارې د شپې او ورځې په ۲۴ ساعتونو کې تامینېږي، چې په کې رادار، د ژر خبرداري سیستم، الکترونیکي جګړه، او د مخنیوي عناصر شامل دي."
وزارت زیاته کړه چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې یې اړوندو خواوو ته خبرداری ورکړی چې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي، ترڅو د هغو پېښو مخه ونیول شي چې کولی شي په توره بحیره کې امنیت زیانمن کړي.
د تورکیې ملي دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، یوه بې پیلوټه الوتکه چې د تورې بحیرې پر سر د تورکیې هوايي حریم ته د نږدې کېدو پر مهال له کنټروله وتلې وه، وویشتل شوه.
وزارت د تورکیې پر ټولنیزې رسنۍ 'NSosyal' په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل، یو هوايي څیز چې د تورې بحیرې پر سر د تورکیې هوايي حریم ته نږدې کېده، د ټاکل شویو طرزالعملونو سره سم کشف او وڅارل شو.
په اعلامیه کې یادونه شوې، د ملي هوايي حریم د امنیت د تامین لپاره، د ناټو لخوا ګمارل شوو او په ملي کچه کنټرولېدونکو F-16 الوتکو ته د بېړني ځواب ماموریت وسپارل شو.
وزارت زیاته کړه، له دې ارزونې وروسته چې دغه هوايي څیز یوه له کنټروله وتلې بې پیلوټه الوتکه وه، "د هر ډول احتمالي زیان د مخنیوي لپاره له استوګنیزو سیمو بهر په یوه خوندي سیمه کې وویشتل شوه."