د یکشنبې په سهار د کابل په مرکز کې د یوې چاودنې او ورپسې د پرله پسې ډزو غږونه اورېدل شوي.

د طالبانو حکومت ویلي چې افغان ځواکونو د پاکستاني الوتکو پر نوې مداخلې ډزې کړې دي.

By
کابل / Reuters

له هغې وروسته چې افغانستان د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو د غچ اخیستو په خاطر په تعرضي بریدونو پیل وکړ، د میاشتو سرحدي نښتې یو ځل بیا زور اخیستی او پاکستاني ځواکونو پر پوله او له هوا څخه ځوابي بریدونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ په کابل کې د الوتکو ضد ډزو ته په اشارې سره وویل: "په کابل کې د پاکستاني الوتکو په نښه کولو لپاره د هوایي مدافعې ډزې روانې دي."

پاکستان اعتراف کړی چې د جمعې په ورځ یې د کابل او کندهار په ګډون مهم ښارونه بمبار کړي دي؛ کندهار هغه ځای دی چېرته چې د افغانستان ستر مذهبي مشر اوسیږي. افغان چارواکو پاکستان په ګڼو بریدونو کې د ملکیانو په وژلو تورن کړی، خو اسلام‌اباد په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار په کلیوالي سیمو کې ودانیزو کارګرانو ویلي چې د یکشنبې په ورځ پر دوی دوه هوایي بریدونه شوي، چې د کارځای د مدیر په وینا درې تنه پکې وژل شوي دي. ۲۰ کلن انعام الله وویل: "زموږ د سترګو وړاندې هر څه تور شول، زه له کابل څخه یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره راغلی وم."

افغان چارواکو وویل چې د پنجشنبې ورځې سرحدي عملیات د هغو پخوانیو هوایي بریدونو په غبرګون کې وو چې ملکیان یې وژلي وو، خو پاکستان ویلي وو چې هدف یې وسله وال وو. د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل چې د پنجشنبې له ورځې راهیسې د خوست، کنړ او پکتیکا په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ۳۰ تنه ملکیان وژل شوي دي. د دواړو خواوو لخوا د مرګ ژوبلې د ادعاوو په خپلواکه توګه تصدیق ستونزمن دی.

د کابل او پولې ترمنځ پر لاره، په جلال اباد کې د AFP یوه خبریال د شنبې په ورځ د یوې جټ الوتکې او دوو چاودنو غږونه اورېدلي. افغان امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې د پاکستان یوه جنګي الوتکه یې راغورځولې او پیلوټ یې نیولی، خو اسلام‌اباد دا ادعا "بشپړ دروغ" بللې او رد کړې ده.

د شنبې په ورځ په پکتیکا کې اوسېدونکو AFP ته وویل چې د ډزو تبادله روانه ده، په داسې حال کې چې په خوست کې ځینو خلکو پولې ته نږدې خپل کورونه پریښي دي. ۶۳ کلن محمد رسول چې بلې ولسوالۍ ته رسېدلی و، وویل: "بمبارۍ پیل شوې، ماشومان، ښځې، هر څوک یوازې راووتل. ځینو بوټان نه لرل او ځینو حجاب نه و کړی."

سیاسي هڅې د اوربند په تامین کې پاتې راغلې دي؛ سعودي عربستان او قطر د جګړې د درولو په هڅو بوخت دي. چین ویلي چې له دواړو هېوادونو سره "کار کوي" او د آرامۍ غوښتنه یې کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې الیسن هوکر د خپل پاکستاني سیال سره له خبرو وروسته پر ایکس (پخواني ټویټر) ولیکل چې امریکا "د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د پاکستان د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي."

'څرګنده جګړه'

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د شنبې په ورځ وویل چې د عملیاتو له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې ۳۷ ځایه هوایي بریدونه شوي دي. اسلام‌اباد تر دې وړاندې ویلي وو چې ۱۲ سرتېري یې وژل شوي دي.

فطرت وویل چې تر ۸۰ ډېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۷ نظامي پوستې نیول شوې دي. د افغانستان حکومت تر دې وړاندې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېر ۱۳ ښودلی و. د کابل د دفاع وزارت هم ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د پاکستان پر خاوره هوایي بریدونه کړي چې کتونکي وايي ښايي ډرون (بې پیلوټه الوتکې) وي.

اسلام‌اباد د جمعې په ورځ د طالبانو د چارواکو پر وړاندې "څرګنده جګړه" اعلان کړه، په داسې حال کې چې افغان حکومت د شخړې د حل لپاره د "خبرو اترو" غوښتنه وکړه. د روانې میاشتې تاوتریخوالی د اکتوبر د جګړې وروسته تر ټولو سخت دی، چې هغه مهال دواړو خواوو ته تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي وو.