د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین په شینزین ښار کې د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ (APEC) سرمشریزې په څنډه کې دوه اړخیزه ناسته وکړه. دا لیدنه د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د هغوی تر پلان شوې درېاړخیزې غونډې مخکې ترسره شوه. ټرمپ، پوتین خپل «ملګری» وباله او هیله یې وښوده چې دا خبرې به د مثبتو پرمختګونو پیلامه وي. بلخوا بیجینګ ویلي چې د درې واړو مشرانو د ناستې اصلي تمرکز پر «نړیواله سوله» دی. دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې پر اوکراین د روسیې جګړه خپل پنځم کال ته نږدې شوې ده.
ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا پر وړاندې د نړیوالو مقرراتو وضع کول رد کړل .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د محدودولو لپاره نړیوالې هڅې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن به د ټیکنالوژۍ پر وړاندې د هر ډول کنټرول مخالفت وکړي. نوموړي د د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ غونډې ته په وینا کې مصنوعي ځیرکتیا د «سوپر انټیلیجنس» په نوم یاده کړه او هغه یې تر صنعتي انقلاب راوروسته ترټولو ستر بدلون وباله. ټرمپ وویل چې د نړیوالو محدودیتونو پر ځای باید په کور دننه پر احتیاطي تدابیرو تمرکز وشي.
ملګري ملتونه: پر مرکزي غزه د اسرائیلو نوی بریدونه به زرګونه کسان بېځایه کړي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په مرکزي غزه کې د اسرائیلو احتمالي پوځي عملیات کولی شي له ۱۸ زرو څخه ډېر فلسطینیان بېځایه او اړین بشري خدمات ګډوډ کړي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند فرحان حق وویل، چې د بشري چارو د همغږۍ دفتر د راپور له مخې، ګڼ شمېر فلسطینیان لا له وړاندې د «دیر البلاه» له سیمې لوېدیځ او سوېل لوېدیځ لور ته کډه شوي دي. د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، په دغه ۲.۵ مربع کیلومتره ساحه کې تر ۱۸ زرو ډېر کسان اوسېږي چې شاوخوا ۴ زره یې د بېځایه شویو په کمپونو کې مېشت دي.
د امریکا د دفاع وزیر کولمبیا ته د سفر پر مهال وینزویلا ته ناڅاپي سفر وکړ.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت، وینزویلا ته تر ناڅاپي سفر وروسته کولمبیا ته ورسېد. د جنورۍ په میاشت کې د ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه تر لرې کېدو وروسته، دا کاراکاس ته د امریکا د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر و. هیګسیت په کولمبیا کې له ځايي چارواکو سره پر امنیتي همکارۍ او د نشهيي توکو د قاچاقبرو ډلو پر وړاندې پر ګډو پوځي عملیاتو خبرې وکړې. د کولمبیا د بهرنیو چارو وزیر عمر بولا وویل چې حکومت به یې له واشنګټن سره د ګډو پوځي عملیاتو لپاره د کانګرس منظوري وغواړي.
د پیو څیړنیز مرکز څېړنه: اسلام به تر ۲۰۳۵ کال پورې د نړۍ ترټولو لوی دین شي.
د پیو (Pew) څېړنیز مرکز د نویو اټکلونو له مخې، تمه کېږي چې مسلمانان به تر ۲۰۳۵ کال پورې د نفوس له پلوه تر عیسویانو مخکې او په نړۍ کې ترټولو لویه مذهبي ډله شي. د دغه مرکز د راپور پر بنسټ، که اوسنی بهیر دوام وکړي، تر ۲۰۷۰ کال پورې به د مسلمانانو شمېر له ۳.۶ میلیارد څخه واوړي چې د نړۍ ۳۶ سلنه نفوس به جوړوي، په داسې حال کې چې د عیسویانو ونډه به په ۲۹ سلنه کې ثابته پاتې شي.























