نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د اروپايي کمیسیون مشره وايي، اروپايي ټولنه د غزې د اوربند د موافقې 'ملاتړ' او مرستو ته چمتو ده
د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان دیر لاین د دوشنبې په ورځ د غزې د اوربند پلان لپاره د اروپايي ټولنې بشپړ ملاتړ څرګند کړ "چې د امریکا، قطر، مصر او تورکیې په منځګړیتوب ترسره شوی."

د اروپايي کمیسیون مشره وايي، اروپايي ټولنه د غزې د اوربند د موافقې 'ملاتړ' او مرستو ته چمتو ده / Reuters

د اروپايي کمیسیون مشره وايي، اروپايي ټولنه د غزې د اوربند د موافقې 'ملاتړ' کوي چې د امریکا، تورکیې، قطر او مصر په منځګړیتوب شوې ده

فون ډیر لایین وايي، اروپا چمتو ده چې د غزې د سولې پلان ملاتړ وکړي او د بیا رغونې او د حکومتدارۍ د اصلاحاتو لپاره مالي مرسته وړاندې کړي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان دیر لاین د دوشنبې په ورځ د غزې د اوربند پلان لپاره د اروپايي ټولنې بشپړ ملاتړ څرګند کړ "چې د امریکا، قطر، مصر او تورکیې په منځګړیتوب ترسره شوی."

فون دیر لایین د ایکس له لارې وویل "اروپا د امریکا، قطر، مصر او تورکیې په منځګړتوب جوړ شوي سولې پلان بشپړ ملاتړ کوي. د شرم الشیخ په ښار کې د جګړې د پای ته رسېدو د تړون نهایي کول به تاریخي بریا وي."

هغې ټینګار وکړ چې دوی "چمتو دي د پلان د بریالیتوب لپاره ټول خپل وسایل وکاروي، په ځانګړې توګه د حکومتدارۍ په ملاتړ او د فلسطیني چارواکو د اصلاحاتو په برخه کې."

فون دیر لایین زیاته کړه: "موږ به د فلسطیني مرسته کوونکو په ډله کې فعال رول ولرو. او د غزې د بیا رغونې لپاره به د اروپایي ټولنې مالي ملاتړ برابر کړو."

د ټرمپ پلان

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسرائیل او د فلسطیني ډلې حماس د هغه د ۲۰ ماده ييز پلان د لومړۍ مرحلې سره موافقه کړې، چې هدف یې په غزه کې د اوربند پلي کول دي.

دغه پلان د ټولو اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د شاوخوا ۲,۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل شامل دي.

لومړۍ مرحله د جمعې په ورځ عملي شوه.

د پلان دوهمه مرحله د غزې لپاره د یوې نوې واکمنې ادارې رامینځته کول، چې حماس پکې نه وي شامل، د څو ملتي ځواکونو ځای پر ځای کول او د حماس بې وسلې کول هم شامل دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې، اسرائیلي بریدونو په غزه کې له ۶۷،۸۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژلي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، چې له امله یې سیمه په لویه کچه د استوګنې وړ نه ده. چې د امریکا، تورکیې، قطر او مصر په منځګړیتوب شوې ده

فون ډیر لایین وايي، اروپا چمتو ده چې د غزې د سولې پلان ملاتړ وکړي او د بیا رغونې او د حکومتدارۍ د اصلاحاتو لپاره مالي مرسته وړاندې کړي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان دیر لاین د دوشنبې په ورځ د غزې د اوربند پلان لپاره د اروپايي ټولنې بشپړ ملاتړ څرګند کړ "چې د امریکا، قطر، مصر او تورکیې په منځګړیتوب ترسره شوی."

فون دیر لایین د ایکس له لارې وویل "اروپا د امریکا، قطر، مصر او تورکیې په منځګړتوب جوړ شوي سولې پلان بشپړ ملاتړ کوي. د شرم الشیخ په ښار کې د جګړې د پای ته رسېدو د تړون نهایي کول به تاریخي بریا وي."

هغې ټینګار وکړ چې دوی "چمتو دي د پلان د بریالیتوب لپاره ټول خپل وسایل وکاروي، په ځانګړې توګه د حکومتدارۍ په ملاتړ او د فلسطیني چارواکو د اصلاحاتو په برخه کې."

فون دیر لایین زیاته کړه: "موږ به د فلسطیني مرسته کوونکو په ډله کې فعال رول ولرو. او د غزې د بیا رغونې لپاره به د اروپایي ټولنې مالي ملاتړ برابر کړو."

د ټرمپ پلان

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسرائیل او د فلسطیني ډلې حماس د هغه د ۲۰ ماده ييز پلان د لومړۍ مرحلې سره موافقه کړې، چې هدف یې په غزه کې د اوربند پلي کول دي.

دغه پلان د ټولو اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د شاوخوا ۲,۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل شامل دي.

لومړۍ مرحله د جمعې په ورځ عملي شوه.

د پلان دوهمه مرحله د غزې لپاره د یوې نوې واکمنې ادارې رامینځته کول، چې حماس پکې نه وي شامل، د څو ملتي ځواکونو ځای پر ځای کول او د حماس بې وسلې کول هم شامل دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې، اسرائیلي بریدونو په غزه کې له ۶۷،۸۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژلي دي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، چې له امله یې سیمه په لویه کچه د استوګنې وړ نه ده.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.