نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا : د اشغال لاندې لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی کیدای شي اوربند د خطر سره مخ کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اندیښنه څرګنده کړې چې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني اسرائيلي میشت ځایونو لخوا د تاوتریخوالي وروستۍ څپه کولی شي په غزه کې د امریکا په ملاتړ د سولې هڅې زیانمنې کړي.
امریکا : د اشغال لاندې لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی کیدای شي اوربند د خطر سره مخ کړي
امریکا : د اشغال لاندې لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی کیدای شي اوربند د خطر سره مخ کړي / AP

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو خبرداری ورکړ چې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو تاوتریخوالی کولی شي د غزې د سولې هڅې له خطر سره مخ کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن به په غزه کې د غیرقانوني میشت ځایونو د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي چې د نازک اوربند مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اندیښنه څرګنده کړې چې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني اسرائيلي میشت ځایونو لخوا د تاوتریخوالي وروستۍ څپه کولی شي په غزه کې د امریکا په ملاتړ د سولې هڅې زیانمنې کړي.

روبیو د کاناډا د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل: "هیله لرم داسې ونه شي"، کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا د اشغال شوي لویدیځې غاړې پیښې کولی شي د غزې اوربند له خطر سره مخ کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ تمه نه لرو چې دا به پېښ شي. موږ به هر څه وکړو څو ډاډ ترلاسه کړو چې دا پیښ نشي."

تاوتریخوالی زیات شوی

په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د ناقانونه مېشتو تاوتریخوالی په تېرو دوو کلونو کې په چټکۍ سره زیات شوی، په ځانګړي ډول له هغه وخته راهیسې چې د غزې نسل ‌وژنه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوه.

وسلوالو اسرائيلي مېشتو — چې ډېری وخت د پوځیانو ملاتړ ورسره  وي — پر فلسطیني ټولنو بریدونه کړي، چې پکې ډزې، اورلګونه، د کورونو نړول، او د فصلونو او شتمنیو ویجاړول شامل دي.

د ملګرو ملتونو ادارو او د بشري حقونو لویو ډلو په پیښو کې د پام وړ زیاتوالی مستند کړی، او یادونه یې کړې چې میشته کونکو په زور سره ټول فلسطیني کلیې خالي کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) راپور ورکړی چې د پرله‌پسې بریدونو او وېرولو له امله لسګونه ټولنې په بشپړه توګه خالي شوې دي.

وپلټۍ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري