تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د نړیوال صمود بېړیو په کاروان کې د اسرائیل له خوا نیول شوي ۳۶ تورکي وګړي به تورکیې ته ستانه شي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه ده هغه ۳۶ تورکي وګړي چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا په نړیوالو اوبو کې د "نړیوال صمود" بېړیو په کاروان کې نیول شوي وو، نن ماسپښین په یوه ځانګړې الوتنه کې بېرته تورکیې ته ستانه شي.
د نړیوال صمود بېړیو په کاروان کې د اسرائیل له خوا نیول شوي ۳۶ تورکي وګړي به تورکیې ته ستانه شي
د نړیوال صمود بېړیو په کاروان کې د اسرائیل له خوا نیول شوي ۳۶ تورکي وګړي به تورکیې ته ستانه شي / Reuters

د نړیوال صمود بېړیو په کاروان کې د اسرائیل له خوا نیول شوي ۳۶ تورکي وګړي به تورکیې ته ستانه شي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په نړیوالو اوبو کې د اسرائیل له خوا د نیول شویو پاتې وګړو د خلاصون لپاره اقدامات روان دي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تمه ده هغه ۳۶ تورکي وګړي چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا په نړیوالو اوبو کې د "نړیوال صمود" بېړیو په کاروان کې نیول شوي وو، نن ماسپښین په یوه ځانګړې الوتنه کې بېرته تورکیې ته ستانه شي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ پر اېکس (پخواني ټویټر) ولیکل: "وروستۍ شمېره لا نه ده معلومه. موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو ترڅو د خپلو پاتې وګړو لپاره ژر تر ژره لازم اقدامات بشپړ کړو او هغوی تورکیې ته راشي."

هغه زیاته کړه چې په دې پلان شوې الوتنه کې به د نورو هېوادونو وګړي هم شامل وي.

تر ۴۷۰ ډېر فعالان نیول شوي

د "ازادۍ بېړیو ایتلاف"، چې د نړیوالو مدني ټولنو یوه شبکه ده، له ۲۰۱۰ کال راهیسې څو ځلې هڅې کړې دي ترڅو د غزې کلابندي ماته کړي او د هغې بشري ناورین ته د نړۍ پام راواړوي.

اسرائیلي سمندري ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د "نړیوال صمود" بېړیو پر کاروان برید وکړ، کښتۍ یې ونیولې او له ۵۰ څخه د زیاتو هېوادونو څه باندې ۴۷۰ فعالان یې بندیان کړل.

دغه کاروان هڅه کوله چې غزې ته بشري مرستې ورسوي او پر دې سیمې د اسرائیل لګول شوې کلابندي وننګوي.

اسرائیل له نږدې ۱۸ کلونو راهیسې غزه، چې د شاوخوا ۲.۴ میلیونه خلکو کور دی، کلابنده کړې ده. د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې، د اسرائیل په بمباریو کې په دې تړانګه کې نږدې ۶۶,۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، او دا سیمه یې د اوسېدو وړ نه ده ګرځولې. دغې کلابندۍ غزه له قحطۍ سره هم مخ کړې ده.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"