منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا ویلي دي چې د چهارشنبې له ورځې  به د ایران ټول هوايي شرکتونه په ټوله نړۍ کې له بندیز سره مخ شي
د ایران پر هوايي چلند دا بندیز په داسې حال کې لګول کېږي چې د ایران د جګړه اوومې میاشتې ته په ننوتلو سره، واشنګټن د اقتصادي قهرعملیاتو تر چتر لاندې پر تهران خپل اقتصادي فشارونه زیاتوي.
امریکا ویلي دي چې د چهارشنبې له ورځې  به د ایران ټول هوايي شرکتونه په ټوله نړۍ کې له بندیز سره مخ شي
امریکا ویلي دي چې د چهارشنبې له ورځې  به د ایران ټول هوايي شرکتونه په ټوله نړۍ کې له بندیز سره مخ شي

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي، چې د چهارشنبې له ورځې به د ایران د ټولو سوداګریزو هوايي شرکتونو فعالیتونه په نړیواله کچه ودرول شي.

بیسنټ د دوشنبې په ورځ له امریکايي ټلویزیوني شبکې «CNBC» سره په خبرو کې، د تهران د ملکي هوايي چلند شبکې د منزوي کولو په موخه د پراخو ثانوي بندیزونو د بیانولو پر مهال وویل: "د سپټمبر په ۲۳مه به د ایران ټول هوايي شرکتونه په ټوله نړۍ کې وتړل شي."

بیسنټ څرګنده کړه، هغه نړیوال (هوايي ډګرونه) چې ایراني الوتکو ته خدمات وړاندې کوي، د امریکا له بانکي سیستم څخه به په بشپړه توګه وایستل شي.

هغه خبرداری ورکړ چې بهرني چلونکي نه شي کولی د ډالرو د راکړې ورکړې سیستم ته د خپل لاسرسي له خطر سره مخ کولو پرته، دې الوتکو ته تېل ورکړي، د ناستې اسانتیاوې ورته برابرې کړي، او یا یې د مسافرو ټکټونه وپلوري.

ایراني چارواکو د پلان شویو هوايي محدودیتونو په اړه سمدستي کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پر هوايي چلند دا بندیز په داسې حال کې لګول کېږي چې د ایران جګړه خپلو اوومې میاشتې ته داخله شوې، او واشنګټن د «اقتصادي قهر» عملیاتو تر چتر لاندې د تهران پر وړاندې خپل اقتصادي اقدامات لا پسې زیاتوي.

دا جګړه د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا او اسرائیلو له همغږو بریدونو وروسته پیل شوه، چې د هرمز په تنګي کې یې د سمندري تګ راتګ د خنډونو، په سیمه کې د پرله پسې توغندیو د تبادلې، او د ایران پر سوداګریزو او مالي لارو د فشارونو د زیاتېدو لامل شوه.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.