افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان په شمال کې د اوسیدونکو او د سرو زرو د استخراج شرکت ترمنځ په نښته کې ۴ کسان ووژل شول
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وویل، دا تاوتریخوالی د سه‌شنبې په ورځ د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې رامنځته شو، چې په پایله کې یې درې تنه ځایی اوسیدونکي او د شرکت یو کارکوونکی ووژل شول. په پېښه کې پنځه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د افغانستان په شمال کې د اوسیدونکو او د سرو زرو د استخراج شرکت ترمنځ په نښته کې ۴ کسان ووژل شول
د افغانستان په شمال کې د اوسیدونکو او د سرو زرو د استخراج شرکت ترمنځ په نښته کې ۴ کسان ووژل شول / trt
7 جنوري 2026

د افغانستان په شمال کې د اوسیدونکو او د سرو زرو د استخراج شرکت ترمنځ په نښته کې ۴ کسان ووژل شول

چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په شمال کې د ځایی اوسیدونکو او د سرو زرو د یوه شرکت د کارکوونکو ترمنځ په خونړیو نښتو کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وویل، دا تاوتریخوالی د سه‌شنبې په ورځ د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې رامنځته شو، چې په پایله کې یې درې تنه ځایی اوسیدونکي او د شرکت یو کارکوونکی ووژل شول. په پېښه کې پنځه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

قانع دا روښانه نه کړه چې د نښتو لامل څه و او نه یې هم د شرکت د مالکیت په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي قانع په یوه بیان کې وویل چې د تاوتریخوالي په تړاو دوه تنه نیول شوي – چې یو یې د شرکت امنیتي کارکوونکی او بل یې ځایی اوسیدونکی دی. هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره سیمه کې نظم ټینګ کړی او د تخار مرستیال والي هم د وضعیت د ارزونې لپاره ولسوالۍ ته تللی دی.

د قانع په وینا، د شرکت فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د ولایت ویاند، اکبر حقاني وویل، چارواکو د نښتې له سیمې څخه لیدنه کړې او نور جزئیات به د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته خپاره شي.

په ۲۰۲۳ کال کې، د افغانستان واکمن حکومت اعلان وکړ چې د ۶.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت یې د کانونو اوه قراردادونه لاسلیک کړي، چې دا په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو راهیسې د معاملاتو تر ټولو لوی پړاو ګڼل کېږي.

افغانستان د ډبرو سکرو، مسو، اوسپنې، زنکو، سرو زرو او سپینو زرو په ګډون بډایه معدني زیرمې لري.

وپلټۍ
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه
امریکا منلې چې پوځ یې په هرمز تنګي کې د تیلو ټانکر کښتیو سره د ملتیا لپاره چمتو نه دی
ایف‌بي‌اي ویلي دي چې په میشیګان کې پر کنیسه برید یو «هدفي برید» و
پاکستان پر پلازمینه کابل او د افغانستان پر سرحدي ولایتونو نوي هوايي بریدونه کړي دي
د ایران د جګړې د کړکېچ په ترڅ کې د عراق په لوېدیځ کې د امریکا نظامي الوتکې سقوط وکړ.
د عراق په لویدیځ کې د ایران پورې تړلو ملیشو په مرکزي دفترونو په هوایي بریدونو کې  ۳۰ کسان وژل شوي
چین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې په هرمز تنګي کې په کښتیو 'سمدلاسه' بریدونه ودروي
د تورکیې ملي سرود ۱۰۵ کلن شو
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو
تورکیې او نورو اسلامي هېوادونو په الاقصی کې د رمضان پر مهال د اسرائيلو محدودیتونه وغندل.
ایران د نجونو پر ښوونځي برید 'نه بخښونکی جنګي جرم' وباله او د حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه
د عراق په اوبو کې د تېلو پر دوو بهرنیو ټانکرونو برید؛ یو کس ژوند د لاسه ورکړ
روسیې په برینسک کې له برید وروسته اوکراین او برتانیا په 'ترهګریز برید' تورن کړل
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي.
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام