روسیې د لومړني هیواد په توګه په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپیژند.

روسیې وویل چې د افغانستان د نوي سفیر اعتماد نامه يي منلې ده. پدې ډول روسیه لومړنی هیواد شو چې  د طالبانو حکومت په رسمیت پیژني.

/ Reuters

روسیې د لومړني هیواد په توګه په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپیژند.

روسیې وویل چې د افغانستان د نوي سفیر اعتماد نامه يي منلې ده. پدې ډول روسیه لومړنی هیواد شو چې  د طالبانو حکومت په رسمیت پیژني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په یوه بیانیه کې وویل: "موږ باور لرو چې د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت د په  رسميت پیژندنې عمل به زموږ د هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د ګټورو دوه اړخیزو همکاریو پرمختګ ته وده ورکړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا پرمختګ تایید کړ، او وویل په افغانستان کې  د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د خپل حکومت پریکړه هغه ته بیان کړه او دا يي  دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې یو بل مهم ګام وباله.  

ژیرنوف دا "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه تاریخي ګام" وبلله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل "د دې ګام سره، د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه اړیکې به نور هم پراخې شي."

متقي هیله څرګنده کړه چې دا به د همکاریو د ښه کیدو لامل شي او "د افغانستان او روسیې ترمنځ همکاري به نور هم پیاوړې کړي."

ژیرنوف د دولتي تلویزیون چینل روسیا-۱ ته وویل چې دا پریکړه د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په وړاندیز د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا شوې ده. هغه وویل: "دا د افغانستان سره د بشپړې ملګرتیا د جوړولو لپاره د روسیې ریښتینې غوښتنې څرګندونه کوي."

روسیه د طالبانو د ادارې د په  رسميت پیژندني په توګه د لومړي هیواد په توګه مخکښي موقف غوره کړی.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې طالبان په افغانستان کې واک ته د رسیدو نه راپدیخوا تر اوسه پورې د ملګروملتونو هیڅ غړي هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه وو پیژندلی  .