افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
پاکستان په افغانستان کې په ۷ نقطو د هوايي بریدونو ترسره کولو نه خبر ورکړی
پاکستان وايي په افغانستان کې یې پر وسله والو هوايي بریدونه کړي. کابل وايي چې پدې بریدونو کې په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستان په افغانستان کې په ۷ نقطو د هوايي بریدونو ترسره کولو نه خبر ورکړی
افغانستان / TRT

پاکستان د یکشنبې په ورځ وویل چې په ګاونډي هېواد افغانستان کې یې پر وسله والو ګڼ هوايي بریدونه کړي، د افغانستان  حکومت  پدې بریدونو کې په  لسګونو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو چې ډیری  ماشومان دي خبر ورکړی دی.

دا د شپې لخوا بریدونه د اکتوبر میاشتې له نښتو را وروسته تر ټولو پراخ وو، چې په ترڅ کې یې د دواړو غاړو له ۷۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي وو.

اسلام اباد ویلي، چې "په پاکستان کې له وروستیو ځانمرګو بریدونو وروسته" یې د پولې په اوږدو کې اوه ځایونه په نښه کړي او په افغانستان کې مېشتې وسله والې ډلې یې په نښه کړې دي.

د پاکستان د  اطلاعاتو او خپرونو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پوځ پاکستاني طالبان او د هغوی ملګري، او همدارنګه د اسلامي دولت (داعش) ډلې یوه اړونده څانګه په نښه کړې ده.

افغانستان ویلي چې دغه بریدونه په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي، "چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان په کې شهیدان او ټپیان شوي دي."

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي: "پاکستاني جنرالان هڅه کوي چې د خپل هېواد امنیتي کمزورتیاوې په داسې جنایتونو جبران کړي."

د فرانسې خبري اژانس (AFP) یوه خبریال د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې لیدلي چې خلک له بریدونو وروسته تر خاورو لاندې د قربانیانو د موندلو لپاره له بلدوزر څخه کار اخلي.

یوې افغان امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اې اېف پي ته ویلي، په بهسود کې  یو کور په نښه شوی چې  د ۱۲ ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون ۱۷ کسان پکې په شهادت رسیدلي دي.

دواړه هېوادونه له هغه راهیسې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو په افغانستان کې واک بیا ترلاسه کړ، په یوه مخ پر زیاتېدونکي ترخه شخړه کې ښکېل دي.

د دواړو هېوادونو اړیکې د اکتوبر میاشتې له خونړیو نښتو وروسته په چټکۍ سره خرابې شوې دي.

پاکستان د یکشنبې په ورځ وویل چې د اسلام اباد له پرله پسې غوښتنو سره سره، طالبانو چارواکي د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې په اقدام کولو کې پاتې راغلي چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو لپاره کاروي.

پاکستان ویلي، دا بریدونه یې دوه اونۍ مخکې په اسلام اباد کې پر یوه شیعه جومات د ځانمرګي برید او په شمال لوېدیځ پاکستان کې د نورو وروستیو ځانمرګو بریدونو، چې یو یې د شنبې په ورځ وشو، په ځواب کې کړي دي.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې د جومات د چاودنې مسؤلیت منلی و، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې پر اسلام اباد تر ټولو خونړی برید و او لږ تر لږه ۴۰ کسان په کې وژل شوي او تر ۱۶۰ ډېر ټپیان شوي وو.

د اکتوبر میاشتې پولي تاوتریخوالی د قطر او تورکیې په منځګړیتوب په اوربند پای ته ورسېد، خو په دوحه او استانبول کې د خبرو اترو څو پرله پسې پړاوونو کومه تلپاتې هوکړه رامنځته نه کړه.

امنیتي مسایل د دې شخړې په زړه کې پراته دي، او اسلام اباد په پرله پسې توګه کابل تورنوي چې وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې، چې د دوی پر خاوره بریدونه کوي.

افغان حکومت دا تورونه ردوي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله