منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې د اوربند سره سره د اختر په ورځو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي
د غزې روغتیا وزارت وايي چې د اوربند له پیل راهیسې د فلسطینیانو تلفات مخ په زیاتېدو دي؛ په سلګونو کسان وژل شوي، ټپیان شوي او ډېری یې لا هم په ټوله سیمه کې تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
په غزه کې د اوربند سره سره د اختر په ورځو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي
په غزه کې د اوربند سره سره د اختر په ورځو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي

په غزه کې د اوربند سره سره د اختر په ورځو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي

د غزې روغتیا وزارت وايي چې د اوربند له پیل راهیسې د فلسطینیانو تلفات مخ په زیاتېدو دي؛ په سلګونو کسان وژل شوي، ټپیان شوي او ډېری یې لا هم په ټوله سیمه کې تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د ځایی روغتیایي چارواکو په وینا، د لوی اختر په ورځو کې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۳ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي پوځ د اوربند د هوکړې سره سره، د مسلمانانو د اختر په ورځو کې د غزې په تړانګه کې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د غزې روغتیا وزارت په یوه لیکلې اعلامیه کې د تلفاتو تازه ارقام وړاندې کړل او ویې ویل چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو فلسطینی وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې څخه، کله چې اوربند نافذ شو، تر اوسه پورې په مجموع کې ۹۳۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۸۱۹ نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې ۷۸۱ جسدونه له کنډوالو او خاورو څخه راایستل شوي دي.

په ټولیز ډول، وزارت ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د مړو شمېر ۷۲،۹۳۹ ته لوړ شوی او ۱۷۲،۹۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

اسرائیل د عدلیې په نړیواله محکمه (ICJ) کې په غزه کې د نسل وژنې په تورونو ولاړ دی. محکمې اسرائیلو ته امر کړی چې د نسل وژنې د کړنو مخه ونیسي او بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) په جلا توګه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته په غزه کې د جنګي جرمونو او د انسانیت پر ضد د جنایتونو په تور د نیولو حکم صادر کړی دی.

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي