نوښتګري
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان د تورکیې د مصنوعي زیرکتیا کاري پلان اعلان کړ؛ د ۱۰ ملیارد ډالرو پانګونې هدف
ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې لپاره د مصنوعي ذکاوت (AI) نوی کاري پلان اعلان کړ.
اردوغان د تورکیې د مصنوعي زیرکتیا کاري پلان اعلان کړ؛ د ۱۰ ملیارد ډالرو پانګونې هدف
اردوغان د تورکیې د مصنوعي زیرکتیا کاري پلان اعلان کړ؛ د ۱۰ ملیارد ډالرو پانګونې هدف

د دغه پلان هدف د ۱۰،۰۰۰ پرمختللو متخصصینو او ۱۰۰،۰۰۰ د مصنوعي ذکاوت د اپلیکیشنونو د مسلکي کسانو روزل دي، او په ټولو ۸۱ ولایتونو کې به د مصنوعي ذکاوت د پوهاوي (سواد زده کړې) ورکشاپونه پیل شي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې لپاره د مصنوعي ذکاوت (AI) نوی کاري پلان اعلان کړ.

اردوغان د شنبې په ورځ وویل چې د دغه نوي پلان له مخې به تورکیه د معلوماتي مرکزونو (Data Centers)، کلاوډ کمپیوټینګ او د مصنوعي زیرکتیا د زیربناوو لپاره لږترلږه ۱۰ ملیارده ډالره پانګه راټوله کړي، چې ډېره برخه به یې د خصوصي سکتور له لوري وي.

په استانبول کې د تورکیې د مصنوعي زیرکتیا په سرمشریزه کې د خبرو پر مهال، اردوغان وویل چې هېواد یې هدف لري تر ۲۰۳۰ کال پورې د خپلو نصب شویو معلوماتي مرکزونو ظرفیت لږترلږه ۱ ګیګاواټ ته لوړ کړي. هغه زیاته کړه چې د عامه پانګونې د پروګرامونو لږترلږه دوه سلنه به د مصنوعي ذکاوت پروژو ته ځانګړې شي.

اردوغان همدارنګه د یو "ملي ډیټا کتابتون" له لارې هېوادوالو ته د لږترلږه ۲۰۰۰ عامه ډیټا سیټونو (معلوماتي ټولګو) د چمتو کولو پلان اعلان کړ، چې په کې د روغتیا، کرنې، دفاع او برېښنایي سوداګرۍ په څېر سکتورونو معلومات شامل دي.

د نوي کاري پلان له مخې، ترکیه به ۱۰،۰۰۰ پرمختللي د مصنوعي زیرکتیا متخصصین او ۱۰۰،۰۰۰ د مصنوعي زیرکتیا د اپلیکیشنونو مسلکي کسان وروزي.

ولسمشر زیاته کړه چې د هېواد په ټولو ۸۱ ولایتونو کې به د مصنوعي ذکاوت د سواد زده کړې ورکشاپونه پیل شي، چې هدف یې په دوو کلونو کې ۵ ملیونه وګړو ته روزنه ورکول دي.

اردوغان وویل: "موږ به د مصنوعي زیرکتیا د سواد زده کړې ملي پروګرام پیل کړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د هر عمر خلک په مصنوعي ذکاوت په سمه توګه پوه شي او په خوندي ډول یې وکاروي."

هغه یادونه وکړه چې د مصنوعي ذکاوت دا کاري پلان په څلورو اصلي ستنو ولاړ دی: "کشف، ګټه اخیستنه، تولید او مدیریت (حکومتولي)."

 

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي