نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پاکستان هند ددې هیواد په وروستیو بریدونو کې په لاس لرولو تورن کړی دی
پاکستان  هند د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ترهګریز برید چې له امله يي ۱۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو او د ملکي وګړو په ګډون ګنشمیر کسان ټپیان شوي وو  د پلان په جوړولو او عملي کولو تورن کړی دی.
پاکستان هند ددې هیواد په وروستیو بریدونو کې په لاس لرولو تورن کړی دی
/ Reuters

پاکستان  هند د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ترهګریز برید چې له امله يي ۱۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو او د ملکي وګړو په ګډون ګنشمیر کسان ټپیان شوي وو  د پلان په جوړولو او عملي کولو تورن کړی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا، دا همغږی شوی برید هغه مهال ترسره شو کله چې یو ځانمرګي بریدګر د ۲۲م فرنټیر فورس ریجمنټ د بم شنډولو د واحد موټر ته نږدې چاودېدونکي توکي وچول.

د دې برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یوې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) په یوه بیان کې دغه برید د هند د "ترهګر دولت" له خوا پلان شوی او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په وسیله ترسره شوی "بزدلانه عمل" بللی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دې تور په ردولو سره ویلي: "موږ د پاکستان د پوځ رسمي بیان لیدلی چې د جون په ۲۸مه د وزیرستان په برید کې هند تورنوي. موږ دا بیان په کلکه ردوو."

دا برید په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې یو له مرګونو بریدونو څخه ګڼل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید په کلکه غندلی او د پوځ ستاینه یې کړې چې په عملیاتو کې یې ۱۴ ترهګر وژلي.

د هند او پاکستان پوځونه د روان کال په مې میاشت کې په یوه جدي مخامخۍ نښته کې ښکېل شول، کله چې هند د پاکستان دننه هغه هدفونه وویشتل چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ۲۶ سیلانیانو د وژنې مسوول ګڼل کېدل.

د څلور ورځو متقابلو بریدونو په ترڅ کې، چې دواړو خواوو ته شاوخوا ۶۰ کسان ووژل شول، د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ د بشپړ جګړې وېره زیاته شوه.

وروسته له هغه چې امریکا مداخله وکړه، کړکېچ کم شو، او پاکستان ادعا وکړه چې شپږ هندي جنګي الوتکې، په شمول د فرانسې لخوا جوړ شوي رافیل جنګي الوتکې، یې غورځولې دي.

اسلام آباد هر ډول لاس لرل رد کړي او د برید د عاملینو د معلومولو لپاره یې د ګډې پلټنې غوښتنه کړې ده.

پاکستان همدارنګه ویلي چې د هند توغندي مذهبي ځایونه په نښه کړي او ملکي وګړي یې وژلي دي.

پاکستان د بریدګرو سره هر ډول اړیکې رد کړې او د نړیوالې پلټنې غوښتنه یې وکړه، چې هند رد کړې ده.

هند لا هم د دې پېښې پلټنه کوي او تر اوسه یې په عام ډول داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې اسلام آباد دې برید سره وتړي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ