افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
ملګري ملتونه: له پاکستان او ایرانه ۲۷۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې ۱۱۰،۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه او ۱۶۰،۰۰۰ نور له پاکستانه راستانه شوي دي.
ملګري ملتونه: له پاکستان او ایرانه ۲۷۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي
ملګري ملتونه: له پاکستان او ایرانه ۲۷۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي / AP

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل چې سږ کال تر اوسه شاوخوا ۲۷۰،۰۰۰ افغانان له پاکستان او ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دې ادارې خبرداری ورکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدل ښايي دا شمېرې نورې هم پورته یوسي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې ۱۱۰،۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه او ۱۶۰،۰۰۰ نور له پاکستانه راستانه شوي دي.

دغه شمېرې په منځني ختیځ کې د فبرورۍ په ۲۸مه د جګړې له پیل وروسته په چټکۍ سره زیاتې شوي دي. دا کړکېچ وروسته له هغه رامنځته شو چې امریکا او اسراییل پر ایران پراخ بریدونه وکړل او تهران په سیمه کې د امریکا او اسراییل پر ګټو د ډرون او توغندیزو بریدونو له لارې ځواب ورکړ.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)  استازي، عرفات جمال، په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې له هغه وخت راهیسې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان له ایرانه افغانستان ته راستنېږي. هغه چې د افغانستان او ایران پر پوله د اسلام کلا له سیمې خبرې کولې، وویل چې هلته وضعیت "په غولوونکي ډول ارام" دی.

نوموړي زیاته کړه: "بېرته راستنېدنه په منظمه توګه روانه ده، خو له سخت اضطراب او وېرې ډکه ده. په نورو سیمو کې د جګړې شدت ته په کتو، زه وېره لرم چې د راستنېدونکو شمېر به نور هم زیات شي. موږ د ډله ییزې راستنېدنې  لپاره چمتووالی نیسو."

جمال اشاره وکړه چې افغانستان د هغه څه له پایلو سره مخ دی چې په ایران کې پېښېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان پر پوله هم نښتې پیل شوې دي. هغه خبرداری ورکړ چې په منځني ختیځ کې نوې جګړه د هغې جګړې پر سر بله طبقه شوه چې دمخه په بله پوله موجوده وه.

د بې ځایه کېدو پرله پسې پړاوونه:
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په ډاګه کړه چې دا نوی کړکېچ په داسې حال کې رامنځته شوی چې په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر لا دمخه "بې ساري" لوړ و. په تېرو دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر پنځو ملیونو ډېر افغانان راستانه شوي، چې یوازې تېر کال ۱.۹ ملیونه یې له ایرانه راغلي وو.

عرفات جمال خبرداری ورکړ: "ډېری افغان کورنۍ اوس د بې ځایه کېدو له تکراري پړاوونو سره مخ دي؛ لومړی له افغانستانه تېښتې ته مجبور شول، بیا په ایران کې د جګړې له امله بې ځایه شول او اوس یو ځل بیا افغانستان ته راستنېږي. دلته له ستنېدو وروسته دا 'درې ځله بې ځایه شوي' خلک د بې وزلۍ او ناڅرګند برخلیک له سختو شرایطو سره مخ کېږي."

د تورخم پوله او بشري مرستې:
د پاکستان په اړه جمال وویل چې په وروستیو اونیو کې له هغه ځایه راستنېدنه یو څه ثابته وه، ځکه په تورخم کې د کړکېچ له امله د تګ راتګ اصلي لاره تړلې ده. خو هغه خبرداری ورکړ چې د پولې په بیا خلاصېدو سره به د خلکو تګ راتګ په ناڅاپي ډول ډېر زیات شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNICEF) وویل چې دوی په پولو او د افغانستان دننه د خپلو عملیاتو د ظرفیت لوړولو په حال کې دي. خو ملګرو ملتونو ټینګار وکړ چې د راستنېدونکو ډېرې کچې او مالي ستونزو ته په کتو، که د خلکو راتګ نور هم زیات شي، نو اضافي نړیوالو مرستو ته به جدي اړتیا وي.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ