افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
ملګرو ملتونو پر پاکستان او افغانستان غږ کړی  چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره جګړې ودروي
دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې څو ورځنۍ جګړې په دواړو هېوادونو کې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.
ملګرو ملتونو پر پاکستان او افغانستان غږ کړی  چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره جګړې ودروي
ملګرو ملتونو پر پاکستان او افغانستان غږ کړی  چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره جګړې ودروي / Reuters

ملګرو ملتونو پر پاکستان او افغانستان غږ کړی  چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره جګړې ودروي

دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې څو ورځنۍ جګړې په دواړو هېوادونو کې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اکتوبر له لسمې راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په نښتو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۳۶۰ ډېر ټپیان دي.

اعلامیې د پنجشنبې په ورځ زیاته کړه: "یوناما پر ټولو خواوو غږ کوي چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره دښمنیو ته تلپاتې پای ورکړي."

دا اعلامیه له څو ورځنۍ جګړې وروسته خپره شوه چې په دواړو هېوادونو کې یې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې طالبان واک ته د رسیدو نه راپدیخوا د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ تر ټولو مرګونی کړکېچ دی چې رامنځته کیږي.

د اکتوبر له لسمې راهیسې پوله ییز تاوتریخوالی زیات شوی، او هر هېواد وايي چې دوی د بل لوري د وسله والو لمسونو په ځواب کې غچ اخیستونکی اقدام کړی.

د چهارشنبې په ورځ دواړو خواوو پر اوربند هوکړه وکړه. دا اوربند د سیمې د لویو ځواکونو له غوښتنو وروسته وشو، ځکه تاوتریخوالي د یوې داسې سیمې د بې ثباته کېدو ګواښ رامنځته کړی و چې القاعده په ګډون ځینې ډلې هڅه کوي بېرته په کې راڅرګندې شي.

د شپې له خوا د جګړې هیڅ راپور نه دی ورکړل شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې لا هم د مرګ ژوبلې د شمېر په ارزونه بوخت دي. دې ادارې وویل چې تر ټولو درنه مرګ ژوبله د چهارشنبې په ورځ په سوېل کې اوښتې ده.

پاکستان د خپلې پولې په غاړه د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې په اړه شمېرې نه دي وړاندې کړې.

دغه هېواد په پرله پسې توګه پر افغانستان د ترهګرو د پناه ورکولو تور لګولی، هغه تور چې طالبانو رد کړی دی. پاکستان له هغو بریدونو سره لاس او ګرېوان دی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې زیات شوي دي.

دواړه هېوادونه د ۲،۶۱۱ کیلومتره (۱،۶۲۲ میله) اوږدې ګډې پولې لرونکي دي چې د ډیورنډ کرښې په نوم یادېږي، او افغانستان هېڅکله په رسمیت نه ده پېژندلې.

وپلټۍ
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ نقطو د هوایي بریدونو د ترسره کولو خبر ورکړ
پاکستان په افغانستان کې د هوايي برید په ترڅ کې د ۲۸ "ترهګرو" د وژلو ادعا کوي خو کابل يي ردوي
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
ملګري ملتونه: "د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې په ۹ میاشتو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي"
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په افغانستان کې ناڅاپه سیلابونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور لادرکه دي
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
افغانستان د پاکستان په خاوره کې د داعش پر مرکزونو د بریدونو ادعا کړې خو پاکستان بیا دا ادعا ردوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندېښنه ښودلې
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
افغان طالبانو یو پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو په موخه اروپا ته سفر کوي.
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي