اسرائیل په غزه کې قتل عام ته دوام ورکوي.

د غزې د روغتیاي  او سیمه ییزو سرچینو په وینا، د شنبې په ورځ د اسرائیلو د هوايي بریدونو په ترڅ کې چې د غزې په بیلابیلو سیمو کې ترسره شوي، لږ تر لږه ۳۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

/ AP

په لویدیځه غزه کې د اسلامي پوهنتون مخې ته د جمال عبدالناصر سړک باندې د هوايي برید په ترڅ کې یوه مور او د هغې درې ماشومان ووژل شول.

په غزه کې د الطفاح په ختیځه سیمه کې، د یافا ښوونځي ته نږدې یوه کور د توغندي د لګیدو له امله  څلور ښځې ۴ تنو ښځو ژوند د لاسه ورکړ او تر لسو تنو ډیر ټپیان شول.

په شیخ رضوان سیمه کې هم په یو کور د هوايي برید په نتیجه کې دوه تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.

د غزې په مرکزي برخه کې، د نصیرات د کډوالو کمپ لویدیځ ته د الحسینه ښوونځي ته نږدې په یو کور د برید په نتیجه کې یو تن ماشوم ژوند د لاسه ورکړ او  څو نور کسان ټپیان شول.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې یوه اسرائیلي ډرون د دیر البلح په المنصوره سیمه کې د بې ځایه شویو کورنیو د اوسیدو خیمه په نښه کړه، چې په ترڅ کې د یوې کورنۍ څلور غړي، په شمول د دوو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ.

په ځانګړې توګه، د ژغورنې ډلې د خان یونس په شیخ ناصر سیمه کې د دوو نورو قربانیانو مړي موندلي دي.