د اسرائیلو تر اشغال لاندې په بیت المقدس کې په روسي ډیپلوماټانو برید شوی دی.

روسیې ویلي دي  د اسرائیلو تر اشغال لاندې په بیت المقدس کې پر روسي ډيپلوماټانو  د غیر قانوني اسرائیلي مېشتو کسانو له خوا برید شوی . روسیې ویلي دي چې دا برید د اسرائیلي سرتیرو سره په همغږۍ کې شوی دی. ځکه چې هغوې په سیمه کې شتون درلود .

/ Reuters

 د اسرائیلو تر اشغال لاندې په بیت المقدس کې په روسي ډیپلوماټانو برید شوی دی.

روسیې ویلي دي  د اسرائیلو تر اشغال لاندې په بیت المقدس کې پر روسي ډيپلوماټانو  د غیر قانوني اسرائیلي مېشتو کسانو له خوا برید شوی . روسیې ویلي دي چې دا برید د اسرائیلي سرتیرو سره په همغږۍ کې شوی دی. ځکه چې په سیمه کې اسرائیلي سرتیرو شتون درلود خو هغوې پر سترګې پټې کړي دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې  د جولای په ۳۰ مه نیټه د روسیې د سفارت یو موټر چې ډیپلوماټیک لمبر پلیټ يي هم درلود  بیت المقدس ته نږدې د ګیو ات اساف د غیرې قانوني اشغال شوې سیمې نه تیریده او د فلسطین د ملي ادارې تر کنټرول لاندې سیمې ته روان وو او ډیپلوماتان پکې سپاره ول د غیر قانوني اسرائیلي مېشتو کسانو له خوا پرې برید وشو.

وزارت زیاته کړه: "موټر ته تخنیکي زیان اوښتی دی. ددې سربیره  روسي ډیپلوماتانو ته  لفظي ګواښونو هم شوي دي."

وزارت ټینګار وکړ چې دا پېښه "په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ او د منلو وړ نه ده" ځکه چې دا د اسرائیلي پوځي پرسونل د شتون په ترڅ کې رامنځته شوې، چې هغوی "د بریدګرو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هېڅ هڅه ونه کړه."

وزارت وویل: "موږ دا پېښه د ۱۹۶۱ کال د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون جدي سرغړونه ګڼو، چې د نورو شیانو ترڅنګ، د کوربه هېواد څخه غوښتنه کوي چې د بهرنیو ماموریتونو د ملکیت د نه سرغړونې اصل ته درناوی وکړي او بهرنيو ډیپلوماتانو سره  په درناوي سره چلند وکړي، او د هغوی د شخص، آزادۍ یا کرامت پر وړاندې د هر ډول برید مخنیوي لپاره مناسب تدابیر ونیسي."

وزارت څرګنده کړه چې د دې پېښې په اړه د روسیې سفارت له خوا په تل ابیب کې د اسرائیلي چارواکو سره رسمي اعتراض ثبت شوی دی.

وزارت زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې اسرائیلي اړخ به له دې پېښې څخه مناسبې پایلې ترلاسه کړي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، وویل چې په تل ابیب کې د روسیې سفارت  اسرائیلي چارواکو ته  رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.