تورکیه:د اسرائیل او ایران ترمنځه د نښتو نه وروسته تورکیې د پولو د اخلال هیڅډول پیښه نده رامنځته شوې

د تورکیې د ملي دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې  د اسرائیل او ایران ترمنځ د نښتو وروسته د غیرقانوني سرحدي تیریو په شمیر کې زیاتوالی نه دی راغلی.

/ AA

 تورکیې ویلي دي چې د اسرائیل او ایران ترمنځه د نښتو نه وروسته تورکیې ته د غیرې قانوني کډوالو په تګ راتګ کې کوم زیاتوالی ندی لیدل شوی.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې  د اسرائیل او ایران ترمنځ د نښتو وروسته د غیرقانوني سرحدي تیریو په شمیر کې زیاتوالی نه دی راغلی.

د وزارت ویاند، زکي اق تورک، وویل چې د تورکیې وسله وال ځواکونو د احتمالي مهاجرتي خوځښتونو پر وړاندې ټول اړین امنیتي تدابیر نیولي دي.

اق تورک خبریالانو ته په انقره کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې یوازې په تېره اونۍ کې پنځه د PKK ترهګر چې په شمالي عراق او سوریه کې یې پټنځایونه لرل، تسلیم شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د عملیاتو په جریان کې د ترهګرو له څمڅو، پټنځایونو او پناه ځایونو څخه ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نور مواد نیول شوي او له منځه شوي دي.

اق تورک وویل چې د تورکیې وسله وال ځواکونه د هېواد د سولې، امنیت او ثبات د ساتلو لپاره خپل عملیات، پلټنې او د سرحدي امنیت فعالیتونه دوامداره ساتي.

د PKK ترهګر اکثره وخت په شمالي عراق کې د تورکیې پولې ته نږدې پټنځایونه جوړوي ترڅو په تورکیه کې بریدونه پلان کړي.

په وروستیو کلونو کې، تورکیې د PKK ترهګرې ډلې پر وړاندې په کور دننه او بهر کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي، چې په پایله کې یې د دې ډلې زیات شمېر غړي له ډلې څخه جلا شوي او د تورکیې ځواکونو ته تسلیم شوي دي. دغه تسلیم شوي کسان د تورکیې د جزا قانون له ګټو څخه برخمن کېدای شي.

د PKK ډلې چې د تورکیې، امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، په تېرو نږدې څلوېښتو کلونو کې د ۴۰ زره څخه زیاتو کسانو په وژنه کې لاس درلود، چې ښځې، ماشومان او کوچنیان هم پکې شامل دي.

اق تورک وویل: "د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو د زیاتېدو په حال کې، اسرائیل زموږ پر ګاونډي ایران غیرقانوني برید کړی، چې یو ځل بیا یې د سیمې ثبات او سولې ته زیان رسولی دی."

هغه د ایران پر وړاندې د اسرائیل بریدونه وغندل او زیاته یې کړه چې په غزه، لبنان او اوس په ایران کې د اسرائیل وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو څخه د دې هېواد په ښکاره توګه سرغړونه ده.

هغه وویل چې د اسرائیل یرغلیز دریځ، چې هېڅ حد نه پېژني، سیمه د یوې ناڅرګندۍ پر بیايي او باید سمدستي خپل بریدونه ودروي، کوم چې د سیمې ثبات ته جدي خطر رامنځته کوي.

د تورکیې د ملي دفاع وزارت سرچینو هم وویل چې اسرائیل باید هغه غیرې مسئولانه څرګندونو  او بریدونه ډډه وکړي چې د شخړې د زیاتېدو سبب ګرځي.

سرچینو وویل چې د اسرائیلي الوتکو لخوا د تورکیې د هوايي حریم د سرغړونې راپورونه ناسم دي، او ټینګار یې وکړ چې له پیل څخه ټول هوايي حرکتونه په ډیر دقت او دقیق توګه څارل شوي دي.

سرچینو زیاته کړه چې د اسرائیل د هوايي بریدونو د پیل سره سم، تورکیې وسله والو ځواکونو د هوايي حریم او سرحدونو د ساتنې لپاره تدابیر زیات کړي دي.

سرچینو وویل: "د اسرائیل یرغلیز سیاستونه د غزې، لبنان، سوریې او ایران پر وړاندې د سیمې نازک توازنونه نور هم ګډوډوي."

د تورکیې وسله وال ځواکونه، چې د نړۍ له عصري، درنو او ځواکمنو پوځونو څخه ګڼل کېږي، د هېواد او خلکو د دفاع لپاره اوس او په راتلونکي کې پوره چمتووالی لري.

د وزارت سرچینو وویل چې د تورکیې د هوايي او توغندیو دفاع د څو پوړیز او پراخ سیسټم په توګه د ساتنې هڅې روانې دي.

د کورني رادار او هوايي دفاع سیسټمونو ترڅنګ، د قوماندې او کنټرول وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره کار دوام لري. سرچینو زیاته کړه چې د هوايي دفاع واحدونه او د وسلو سیسټمونه په لوړه کچه د چمتووالي په حالت کې ساتل کېږي.

سرچینو ټینګار وکړ چې د تورکیې وسله وال ځواکونه د سرحدونو د امنیت لپاره د پرمختللې ټکنالوژۍ او مسلکي پرسونل سره ۲۴ ساعته په دنده بوخت دي.

سرچینو وویل چې د غیرقانوني مهاجرت د خوځښتونو په اړه هېڅ ډول ناپېژندل شوې پېښه نشته او دا ادعاوې یوازې د خلکو د اذهانو د خرابولو په خاطر رامنځته شوي دي.

د سرچینو په وینا، د تورکیې وړتیا د سرحدي امنیت د ساتنې او د احتمالي بشري بحرانونو په وړاندې د ځواب ویلو لپاره په لوړه کچه ساتل شوې ده.

سرچینو زیاته کړه: "ترکیه د سیمې د ثبات ملاتړ کوونکې او د خپلو بشري مسؤلیتونو د ترسره کولو په برخه کې په کنټرول او منظم ډول عمل کوي."