په افغانستان کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په افغانستان کې د سختو سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او توپانونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

By
په افغانستان کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی / Reuters

د هېواد په لوېدیځو، مرکزي او شمال لوېدیځو برخو کې د هوا خراب وضعیت دوام لري.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند یوسف حماد په یوه بیان کې وویل چې ۱۳ ولایتونه د سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او سختو توپانونو له امله اغېزمن شوي دي.

حماد وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغو طبیعي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

حماد څرګنده کړه چې د دې پېښو له امله ۱۴۷ کورونه په بشپړ ډول یا قسمي توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۸۰ کیلومتره سړک ته زیان اوښتی دی. هغه زیاته کړه چې کرنیزې ځمکې او د اوبو لګولو کانالونه هم تخریب شوي دي.

څرنګه چې د مرستندویه ډلو له خوا د زیانونو د ارزونې چارې روانې دي، نو د مرګ ژوبلې د شمېر د لوړېدو وېره شته.