روسیې او افغانستان د غلو دانو، اوړو، درملو او د انرژۍ تجهیزاتو د لېږدولو په ګډون یو لړ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اوورچوک، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د روسیې او افغانستان د سوداګریز فورم له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته څرګندونې وکړې.
اوورچوک د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو سوداګریزو تړونونو لاسلیکېدو ته په اشارې سره وویل: «د درملو، طبي محصولاتو، غلو دانو، اوړو او د انرژۍ تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې د قراردادونو یوه پراخه بسته لاسلیک شوه.» اوورچوک همداراز وویل چې د دغو تړونونو په چوکاټ کې به افغانستان هم روسیې ته انار، تازه او وچه مېوه صادروي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د انرژۍ سکتور د عصري کولو او د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په برخو کې یې هم پر همکاریو خبرې کړې دي، او یادونه یې وکړه چې د روغتیا په برخه کې له روسي شرکتونو سره د کار کولو لپاره زیاته لېوالتیا شتون لري.




















