نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په امریکا کې د ټرمپ تر مشرۍ لاندې ادارې تر ۶۰۰۰ څخه د ډیرو زده کوونکو ویزې لغوه کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ  ادارې د ۶۰۰۰ څخه زیات زده کوونکو ویزې د قانون  څخه د سرغړونې او اوږدمهاله پاتې کېدو له امله لغوه کړې دي، چې په دې کې یوه کوچنۍ برخه د "ترهګرۍ ملاتړ" په تور هم شامله ده.
په امریکا کې د ټرمپ تر مشرۍ لاندې ادارې تر ۶۰۰۰ څخه د ډیرو زده کوونکو ویزې لغوه کړي دي.
/ AP

په امریکا کې د ټرمپ تر مشرۍ لاندې ادارې تر ۶۰۰۰ څخه د ډیرو زده کوونکو ویزې لغوه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ  ادارې د ۶۰۰۰ څخه زیات زده کوونکو ویزې د قانون  څخه د سرغړونې او اوږدمهاله پاتې کېدو له امله لغوه کړې دي، چې په دې کې یوه کوچنۍ برخه د "ترهګرۍ ملاتړ" په تور هم شامله ده.

دغه اقدام، چې لومړی د فوکس ډیجیټل لخوا راپور ورکړل شو، د ټرمپ ادارې د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې د سخت دریځ په لړ کې ترسره شوی دی. په دې کې د ټولنیزو رسنیو د څارنې سختول او د ویزې غوښتونکو لپاره د سکرینینګ پراخول شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت د روان کال لارښوونې د امریکا سفارتونو ته امر کړی چې د هغو غوښتونکو په اړه هوښیار پاتې شي چې واشنګټن یې د امریکا لپاره دښمن ګڼي یا د سیاسي فعالیتونو سابقه لري.

د چارواکو په وینا  شاوخوا ۴۰۰۰ ویزې د دې لپاره لغوه شوې چې نوموړو کسانو قانون مات کړی و، چې ډېری یې د برید په تور وې. همداشان د الکول او مخدره موادو تر اغېز لاندې موټر چلول او غلا نور جرمونه هم شتون لري چې  د ویزې د لغوه کېدو لامل شول.

شاوخوا ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ویزې د ترهګرۍ په تور لغوه شوې دي، د چارواکي په وینا، د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو لارښود کې د ویزې د نه وړتیا په اړه یوه قاعده یادوي.

دغه قاعده په عمومي ډول د "ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېلتیا" او "د ترهګریزو سازمانونو سره ځانګړي اړیکې لرل" د ویزې د نه وړتیا دلایل ګڼي.

چارواکي دا نه دي ویلي چې کومو ډلو سره د هغو زده کوونکو ملاتړ و چې ویزې یې لغوه شوې دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا له څو لوړو پوهنتونونو سره ټکر کړی، هغوی یې د یهود ضد نظریاتو په خپرولو تورن کړي، په ځانګړې توګه د هغو پراخو مظاهرو په ترڅ کې چې د فلسطین د حقونو لپاره ترسره شوې وې، په داسې حال کې چې اسرائیل په غزه کې جګړه روانه کړې وه.

ټرمپ  د هارورډ پوهنتون سره د جنجال په ترڅ کې، د تحقیقاتو لپاره مالي ملاتړ کنګل کړی او ګواښ یې کړی چې د پوهنتون د مالیاتو معافیت حیثیت به ختم کړي، چې دې کار څو اروپايي هېوادونه دې ته اړ کړل چې د څېړنو لپاره مالي مرستې زیاتې کړي څو وړتیا لرونکي کسان جذب کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې هغه د سلګونو، شاید زرګونو کسانو ویزې لغوه کړې دي، په دې کې زده کوونکي هم شامل دي، ځکه چې هغوی په داسې فعالیتونو کې ښکېل شوي چې د هغه په وینا د امریکا د بهرني سیاست له لومړیتوبونو سره په ټکر کې وو.

د ټرمپ ادارې چارواکو ویلي چې د زده کوونکو ویزې او ګرین کارت لرونکي کسان د فلسطین د ملاتړ او په غزه کې د اسرائیل د کړنو د نیوکې له امله له هېواده شړل کېدای شي، د هغوی کړنې یې د امریکا د بهرني سیاست لپاره ګواښ بللی او هغوی یې د حماس پلویان ګڼلي دي.

د ټرمپ منتقدینو دغه هڅه د امریکا د اساسي قانون د لومړۍ مادې لاندې د بیان د آزادۍ پر حقونو برید ګڼلی دی.

وپلټۍ
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید