نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ ادعا کوي امریکا د ایران سمندري ځواک له منځه وړی او د توغندیو ډېری توغونکي مرکزونه یې ویجاړ کړي
ټرمپ له فاکس نیوز (Fox News) سره په خبرو کې وویل چې د امریکا عملیاتو د ایران پوځي وړتیاوې په پام وړ ډول کمزورې کړې دي. هغه وویل: "موږ د ایران ټولې بېړۍ ډوبې کړې او د توغندیو ډېری توغونکي مرکزونه مو له منځه وړي، یوازې ۲۰ سلنه یې پاتې دي."
ټرمپ ادعا کوي امریکا د ایران سمندري ځواک له منځه وړی او د توغندیو ډېری توغونکي مرکزونه یې ویجاړ کړي
ټرمپ ادعا کوي امریکا د ایران سمندري ځواک له منځه وړی او د توغندیو ډېری توغونکي مرکزونه یې ویجاړ کړي / Reuters

د امریکا ولسمشر وایي چې د ایران پوځي وړتیاوې سختې کمزورې شوې دي او زیاتوي چې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه به د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډه وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکايي ځواکونو د ایران ټولې جنګي بېړۍ ډوبې کړې او د توغندیو د توغولو ډېری پلټفارمونه یې ویجاړ کړي دي.

ټرمپ له فاکس نیوز (Fox News) سره په خبرو کې وویل چې د امریکا عملیاتو د ایران پوځي وړتیاوې په پام وړ ډول کمزورې کړې دي. هغه وویل: "موږ د ایران ټولې بېړۍ ډوبې کړې او د توغندیو ډېری توغونکي مرکزونه مو له منځه وړي، یوازې ۲۰ سلنه یې پاتې دي."

د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې دی به پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په مشوره وکړي.

کله چې له ټرمپ څخه د ټایمز آف اسرائیل (Times of Israel) ورځپاڼې سره په مرکه کې وپوښتل شول چې ایا نتانیاهو به د جګړې د پای ته رسولو په پرېکړه کې برخه ولري، هغه وویل: "زما په خیال دا به یوه دوه اړخیزه پرېکړه وي... موږ په دې اړه خبرې کوو. زه به په مناسب وخت کې پرېکړه وکړم، خو ټول اړخونه به په پام کې ونیول شي."

ټرمپ په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه چې ایا ممکن اسرائیل د امریکا له خوا د بریدونو له بندولو وروسته هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، هغه یوازې وویل: "زه فکر نه کوم چې دې ته به اړتیا پاتې شي."

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ ویلي وو چې تمه لري دا جګړه له څلورو تر شپږو اونۍ دوام وکړي، خو دا مهالویش په تېره اونۍ کې په چټکۍ سره بدل شوی او ټرمپ په ځلونو د جګړې لپاره د دقیق وخت له ټاکلو ډډه کړې ده.

سیمه ییز تاوتریخوالی وروسته له هغه خورا زیات شو چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران پراخ بریدونه پیل کړل، چې د راپورونو له مخې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول. په وژل شویو کې ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي، تر ۱۵۰ ډېرې ښوونځي پېغلې او لوړپوړي پوځي چارواکي شامل دي.

ایران په ځواب کې په سیمه کې پر امریکايي اډو، ډیپلوماټیکو مرکزونو او پوځي پرسونل، او همدارنګه د اسرائیل پر څو ښارونو پراخ توغندیز او د ډرون بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه شپږ امریکايي سرتېري وژل شوي دي. د ایران بریدونه لا هم په شدت سره دوام لري او راپورونه وایي چې تهران پر اسرائیل د کلسټر (خوشه يي) بمونو لرونکي توغندي هم ویشتلي دي.

تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ، د ایران د خبرګان شورا اعلان وکړ چې مجتبی خامنه اي یې د خپل پلار علي خامنه اي پر ځای د نوي ستر مشر په توګه ټاکلی دی. د ایران سپاه پاسداران (IRGC) هم سمدستي د مجتبی خامنه اي له ټاکل کېدو ملاتړ وکړ.

ټرمپ له ABC News سره په یوه بله مرکه کې وویل چې کشر خامنه اي به د ده له تایید پرته "ډېر وخت پاتې نشي." هغه زیاته کړه: "هغه باید زموږ تایید ترلاسه کړي، که یې ترلاسه نکړي، ډېر وخت به دوام ونکړي. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې مجبور نشو په هرو ۱۰ کلونو کې بېرته دې حالت ته راوګرځو."

 

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده