نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د اوکراین په خرسون ښار د روسیې په برید کې دوه کسان وژل شوي.
د اوکراین په جنوبي ښار خرسون کې پر یوه بس د روسیې د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې دوه کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین په خرسون ښار د روسیې په برید کې دوه کسان وژل شوي.
د اوکراین په خرسون ښار د روسیې په برید کې دوه کسان وژل شوي. / Reuters



اوکراین د مسکو پر ځواکونو تور لګولی چې په قصدي او سیستماتیک ډول پر ملکي وګړو د کوچنیو بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) بریدونه کوي.
چارواکو وویل، د اوکراین په جنوبي ښار خرسون کې پر یوه بس د روسیې د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې دوه کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې والي اولیکساندر پروکودین د شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې زیاته کړه، چې د مرګ ژوبلې ډېری قربانیان د عامه خدماتو کارکوونکي وو.

هغه د پېښې له ځایه انځورونه خپاره کړي چې په کې یو بس ښکاري چې کړکۍ یې ماتې شوې دي او یو جسد چې د وینې نښې پرې دي، پر فرش پروت دی.

د اوکراین د بشري حقونو استازي دیمیترو لوبینیتس په ټیلیګرام اپلیکېشن کې وویل: "دا ډول بریدونه د ملکي وګړو پر وړاندې د ترهګرۍ د سیستماتیکې پالیسۍ یوه برخه ده."

خرسون، چې د روسیې د ځواکونو له خوا نیول شوی یوازینی ولایتي مرکز و، په ۲۰۲۲ کال کې د اوکرایني ځواکونو له خوا بېرته ونیول شو، خو په دې وروستیو کې د دنیپرو سیند له بلې غاړې د روسي ځواکونو له خوا تر پرله پسې بریدونو لاندې دی.

اوکرایني چارواکو د مسکو پر ځواکونو تور لګولی چې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې سیمو، په ځانګړې توګه په خرسون کې، په قصدي او سیستماتیک ډول پر ملکي وګړو د کوچنیو بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) بریدونه کوي.

د سیمې والي اوله کیپر وویل، د اودیسا جنوبي سیمه، چې په تېرو څو میاشتو کې تقریبا هره ورځ د روسیې د بریدونو هدف ګرځېدلې، تېره شپه هم تر برید لاندې راغلې ده.

هغه په ټیلیګرام کې زیاته کړه، چې په یوه بندر کې یوې ګودام او شاوخوا ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي، چې تېره شپه یې د روسیې له خوا د توغول شویو ۱۶۳ لیرې واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له ډلې ۱۴۲ یې راغورځولي دي.

 

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي